کندهار:د کورنیو ودنو ویډیوګاني دښمنۍ جوړوي

اسدالله زړه سواند | مې 20th, 2014


په كندهار ښار کي د هغه فلم خورڅوونكو دنيول او جریمه كولو كمپاين پيل سو ،چي بربنډ او كورني فلمونه پر ځوانانو خرڅوي .
د چارواكو په وينا له دې لارې ځوانان بې لارې ته هڅول كيږي او دكورنيو دښمنيو سبب هم گرځي .

دا مها ل چي په هيواد کي ډېرى وګړي د مبايل تيليفون درلودونكي دى ډېرى وختونه د كورنيو د خوښيو په محفلونو او ودونو کي د مبايلونو او نور كمرو په واسطه كورنې ويديو ګانې ثبت او وروسته بې له دې چي دكورنې غړي پرې خبر وي بازار ته وړاندې كوي .چي ډېرى وختونه دكورنيو تر مينځ ددښمنيو سبب گرځي دا فلم خرڅوونكي د ځوانانو دبې لارې كولو لپاره د هيوادله بهر څخه بربنډ فلمونه هم واردوي او ځوانانو ته يې وړاندې كوي .چي ددې ناخوالو د له مينځه وړلو لپاره دكندهار داطلاعاتو او كلتور رياست لخوا په ښار کي د هغه فلم پلورونكو د نيولو خبر وركړ چي دا ډول عير اسلامي او غير اخلاقي عمل ترسره كوي .

ديادونې وړ ده چي ځوان نسل ته د كورنيو خصوصي فلمونو او نور بربنډ فلمونو په واك کي وركول د هيواد له راتلونكي سره لويه جفا ده چي دا فرهنگ هم په وروستيو كلونو کي له گاونډيو ملكونو څخه زموږ هيواد ته رارسېدلى

Copyright Larawbar 2007-2024