په بهسودو کي د پرمختيايي پروژو غوښتنه وسوه
عطاالله محمدي
د بهسودو لومړۍ برخې ولسوالۍ قومي مشرانو د دغه ولسوالۍ د ولسوال په
مشرۍ د میدان وردګو والي څخه په یاده ولسوالۍ کې د پرمختیایي پروژو د پلي
کېدو غوښتنه وکړه.
یادو قومي مشرانو د خپلو خبرو پرمهال وویل: په حصه اول بهسودو ولسوالۍ کې
هیڅ ډول امنیتي ستونزې شتون نلري او په بشپړ توګه په دغه ولسوالۍ کې پروژې پلي کیدلای شي.
دوی زیاته کړه،په دغه ولسوالۍ کې د اړتیا له مخې د پوهنې،روغتیا،سړکونو
جوړولو او یو شمېر نورو برخو کې زیات شمېر پروژو ته ضرورت دی،چې د حکومت
او مرستندویه ادارو له لورې په یاده ولسوالۍ کې پلي شي .
د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي له یادو قومي مشرانو څخه
مننه وکړه،چې پخپله ولسوالۍ کې د بیارغاونې کارونو د ترسره کیدو په موخه
له ولایت مقام غوښتنه کوي .
نوموړی زیاته کړه،د پوهنې وزیر ورسره ژمنه کړې،چې تر شلو زیات ښوونځیو ته
به په دغه ولایت کې ودانۍ او احاطې جوړي کړي،چې له یادې جملې څخه به یوه
برخه د بهسودو لومړۍ حصه کې پلي شي .
ده همدا راز د روغتیا په برخه له یادو مشرانو سره ژمنه وکړه،چې د عامې روغتیا رئیس ته به دنده ورکړي،ترڅو به یاده ولسوالۍ کې په بشپړ ډول روغتیایي سهولتونه برابره کړي .
هغه د حصه اول بهسودو ولسوالۍ له مشرانو غوښتنه وکړه،چې په دوهم پړوا
ټاکنو کې د تېر په څېر په پراخه ډول ګډون وکړي او لارښوونه یې ورته وکړه،چې هر یو د یو افغان وګړي په صفت چاته اجازه مه ورکوئ،چې په ټاکنو کې تقلب ته زمینه برابره کړي .