کندهار:دبریښناپه اړه دصنعتکارانو اندیښنې
د کندهار په ولایت کي صنعتکاران د برېښنا د راتلونکي په اړه اندېښمن دي
په کندهار کي د تېرو دوو کلونو راهيسې يو ځل بيا لسګونه صنعتي فابريکې په فعاليت پيل کړى دئ، خو د راتلونکي سرنوشت يې معلوم نه دئ.
دغه فابريکې وروسته له هغه بيا فعاليت پيل کړ، چي د امريکا د پرمختيايي ادارې په مټ په باغ پل او ښورندام سيمه کي ورته شل مېګاواټه برېښنا چمتو سوه.
د مګړى په کندهار صنعتي پارک کي د پلاسټيک، چپلکو، غوړيو، پايپ جوړولو، مالګي، اوسپني ويلي کولو، المونيم، پنبې، حجاري، د وچي او لندې مېوې د پروسيس، د چرګ د غوښو د توليد او نورو توکيو فابريکې سته.
خو د صنعتکارانو اندېښنه داده، چي د برېښنا لپاره د تېلو د قرارداد وروسته به څه کېږي؟
د کندهار د صنعتکارانو اتحادې مرستيال فيض الحق مشکاڼى وايي، چي دولت ژمنه ورکړې، خو پرې باوري نه دئ.
هغه زياته کړه، چي د تېرو کلونو په موده کي د کندهار صنعت د توقع خلاف مخ په وړاندي تللى او داسي کيفيت لرونکي توکي يې بازار ته وړاندي کړي، چي د بهرنيو هيوادونو پر توليداتو يې سيورى غوړولى دئ.
دده په وينا، چي د نورو هيوادونو واردات او توکي زياتره د ټيټ کيفيت لرونکي او تقلب لرونکي وي، خو د کندهار د صنعتي پارک د فابريکو توليدات د اصلي موادو جوړ او هم ارزانه دي.
ددې ټولو سره – سره د کندهار د صنتعکاراتو د اتحادې مرستيال د فابريکو د راتلونکي په اړه اندېښنه لري او زياتوي، چي دغه فابريکو ته د دولت پاملرنه کمه ده.
هغه وايي، چي تر اوسه د حکومت په چوکاټ کي د صنعت د پراختيا پاليسي او شعبه نه سته او نه هم د تېرو ديارلسو کلونو راهيسي د صنعتکارانو لپاره ځانګړى وزارت معلوم نه دئ.
د يادونې وړ ده، چي تر اوسه هم د کندهار په صنعتي پارک کانالېزاسيون، پلچکونه، سړکونه او د برېښنا منظم سيسټم نه سته، چي له امله يې صنعتکاران د سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.