دخبریالانو په وړاندي ستونزي٪۱۸زیاتي سوي
د افغان خبریالانو د خوندیتوب او نۍ ادارو په افغانستان کی د خبریالانو د نه خوندیتوب په اړه اندیښنه ښکاره کړه
په همدې موخه د چهارشنبې په ورځ په کندهار پریس کلب کي د خبریالانو غونډه جوړه سوه ،چي د سیمه ایزو او نړیوالو رسنیو خبریالانو برخه پکښی اخیستې وه
هغوي له مرکزي او او ولایتی ادارې غوښتنه کوي،چي د خبریالانو ژوند دي خوندي کړی،او د هغوي په کاري ساحه کي سته ستونزي ته ورته حل کړي
په وروستیو کي خبریالانو ولسمشر ته پرانیستي لیک هم ولیږه
په افغانستان کي د خبریالانو د خوندیتوب او نۍ ادارې په دې وروستیو کي د خبریالانو په وړاندی د ستونزو او ننګونو په اړه اندیشنه ښولې او له افغان حکومت او نړیوالي ټولني غوښتنه کوي،چي د خبریالانو د ژوند خوندي کولو لپاره دي هڅي وکړي
ددغه ادارې مسئولین وايې د تیر کال په پرتله د خبریالانو په وړاندي د تاوتریخوالو په پیښو کي ۱۸سلنه زیاتوالي راغلي،چي د خبریالانو د کارونو په وړاندي یوه لویه ننګونه ګنل کیږي
په کندهار کي د خبریالانو د خوندیتوب ادارې استازي احمد لودین وايې د خبریالانو په وړاندی د زیاتېدونکي تاوتریخوالي په اړه ددوی ادارې د ولسمشر په نوم لیک لیکلي او ولسمشر،ولسی جرګې،مشرانو جرګې،ستري محکمې،لوی څارنواليو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت يې لیږلي
په دغه لیک کي د رسنیو په قانون کي د څینو مادو د زیاتوالي غوشتنه سوې ده
په کندهار کي د نۍ یا ازادو خبریالانو د ملاتړ ادارې مشر عبدالسمیع غیرتمل وايې په تېر یوه کال کي د خبریالانو په وړاندی ۷۸ پیښی رامنځ ته سوي
هغه وايې په دغو پیښو ۶خبریالان وژل سوي،۴ ټپیان سوي، ۹تنه بندیان سوي،۳۵ تنه وهل سوي او ۲۴نورو ته اخطارونه ورکول سوي دي
نوموړي وايې په دغه پیښو کي تر ډېره دولتي چارواکي ښکیل دي
دکندهارپریس کلب مشر سیدسرور اماني وايې په کندهار کي يې د خبریالانو د ستونزو په اړه دکندهار والي سره هم خبري اتري کړي او هیله یې ښودلې ،چي ستونزی به یې حل سي
دده په خبره ،چی تیري دوې میاشتي د کندهار او سویلي حوزې د خبریالانو لپاره له ستونزو او ننګونو څخه ډکي وي.
باید وویل سي،چي د افغانستان رسنیو په تیرو دولسو کلونو کي د پام وړ پرمختګ کړي دي،چي افغان حکومت يې خپله لویه لاسته راوړنه ګڼي خو باید له یاده ونه باسو ،چي دغه لاسته راوړني د افغانستان د رسنیو د کورنۍ لپاره خورا ګراني هم تمامي سوي دي
د ۲۰۰۱ کال راهیسي په افغانستان کي ۳۶تنه خبریالان وژل سوي دي،چي لاهمد خبریالانو په وړاندي ستونزي او ننګوني ډېریږي.