د عبدالله عبدالله لسګونو پلویانو لاریون وکړ

احمد ولي سرحدي | جون 21st, 2014


په لسګونو کسانو چې د جمعیت تنظیم د کاندید عبدالله عبدالله په پلوي یې نن په کابل ښار کې لاریون کاوه د عامو خلکو د موټرونو شیشې ماتې کړې.
عبدالله عبدالله او د هغه ملاتړي امرالله صالح پر خپلو پلویانو ږغ کړی و، چې ټول راووځي او د کابل پر سړکونو لاریون وکړي.
دغه ګوته په شمېر لاریون کوونکو چیغې وهلې چې باید د عبدالله عبدالله غوښتنو ته مثبت ځواب وویل شي او د ټاکنو خپلواک کمېسون ضد شعارونه یې ورکول.
په ټولنیزو رسنیو کې د لاریون ځنیو تنظیموونکو له خپلو پلویانو ګیله کړې چې ولې دې لاریون ته په پراخه کچه نه ول راغلي، او پر هغوی یې ږغ کړی و چې نور د ملي یووالي په خبرو ونه غولیږي.
خو داسې ښکاري هغه خلک او ټولنې چې د عبدالله عبدالله ملاتړ یې کړی و، د نوموړي له خبرو او غوښتنو ستړي شوي او په دې لاریونونو کې یې له ګډون څخه ډډه کړې ده، او یوازې څو ګوت په شمېر کسان د ښار واټونو ته راوتلي ول.

Copyright Larawbar 2007-2024