رازق: کندهار کي به د هلمند په څېر جګړه جوړه نه سي
د کندهار امنيه قوماندان د هغه اندېښنو په جواب کي، چې په هلمند کي د جګړې د پراختيا سره به په کندهار کي هم د وسله والو فعاليتونه پراخ سي د پوره ډاډ خبر ورکوي.
هغه، چي د لراوبر ویب پاڼي د خبریال سره يې خبري کولې وويل، چي دوى مخالفين دومره مات کړي، چي د جګړې فکر لا نه کوي.
د تېرې يوې اوونۍ راهيسې د هلمند په څلورو شمالي ولسواليو کي شديده جګړه روانه ده، چي پر مهال يې تر ٤٥٠ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ويل کېږي، چي وسله وال مخالفين د امنيتي چارواکو د بې غورۍ له امله مخ په وړاندي روان دي او زياتي سيمي يې په خپله ولکه کي راوستلي دي.
هغه ولسوالۍ، چي اوس پکښي جګړې زور اخيستى موسي کلا، کجکى، نوزاد او سنګين دي، چي له امله يې تر ٥٠ زياتو ملکي وګړو ته تلفات اوښتي او تر درې زره زياتي کورنۍ د خپلو کورنو څخه بې ځايه سوي دي.
د کندهار اوسېدونکي اندېښنه لري، چي په هلمند کي د جګړې د پراختيا سره د سنګين څخه د کندهار غورک او د ګرمسير څخه به پنجوايي ناامنه سي.
خو د کندهار امنيه قوماندان ډاډ ورکوي، چي دلته به د هلمند په څېر ستونزه تکرار نه سي.
جنرال عبدالرازق وايي، چي دوى له مخکې په دې اړه معلومات ترلاسه کړي او د هلمند سره يې خپل سرحدونه په امن کي کړي دي.
قوماندان په هلمند کي د جګړې د دوام لاملونه هم په ګوته کړه، چي تر ټولو مهم يې د هغه ولايت د چارواکو فساد ياد کړ.
دى وايي، چي ددغه ولايت امنيتي او ملکي چارواکي د مخالفينو سره جګړه جعلي روانه کړې او په وړاندې يې رښتني مبارزه نه کوي.