روزګان:۱۵سیمه ایز پولیس وژل سوي
په روزګان کي ځآيي سرچيني وايي، چې لږ تر لږه ١٥ سيمه ايز پوليس د وسله والو مخالفينو له لوري په مرموز ډول وژل سوي دي.
ويل کيږي، چې د ولسوالۍ د يوه پخواني مرستيال له خوا ياد پوليس د طالبانو تر واک لاندې سيمي ته په دې بهانه بيول سوي وو، چې طالبان له دوى سره يو ځاى کېږي.
ځينو سرچينو بيا د ګېزاب ولسوالۍ د يوه کارکوونکي احمد ولي له خولې ويلي، چې دوى ته پرون د ٨ پوليسو او نن د ٧ پوليسو جسدونه راوړل سوي دي.
هغه زياته کړه، ياد جسدونه د سيمه ييزو پوليسو دي ، چې پر ډزو سره وژل شوي دي.
دده وينا، په وژل شويو کسانو کې د اروزګان د والي امان الله تيموري يو خوريى او د پوليسو يو قوماندان هم شامل دى.
د اروزګان والي امان الله تيموري هم منلې، چې په ګيزاب کې يې يو خوريى چې په سيمه ييزو پوليسو کې و، وژل شوى دى، خو د وژل سويو پوليسو شمېره ١٠ تنه وښوده.
دى وايي ، چې دا پوليس په مرموز ډول وژل شوي او زياته يې کړه، چې په دې يې اړه پلټنې پيل کړې دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه د يادې پېښي په اړه څه نه دي ويلي.