د ولسمشريزو ټاکنو لومړنۍ پايلي د چهارشنبې په ورځ اعلانيږي
د افغانستان د ټآکنو د خپلواک کمېسيون چارواکي وايي، چې د قانون مطابق خپله پروسه مخته بيايي او د چهارشنبې په ورځ د ولسمشريزو ټاکنو لومړنۍ پايلي اعلان کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې مخکې دغه پايلي د ډاکټر عبدالله عبدالله د اعتراض له امله ځنډېدلي وې.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون تلوکان خبري پاڼې ته په لېږلي خبرپاڼه کې ويلي، چې د ټاکنو د پروسيس کار پاى ته رسېدونکى دى او د ټاکنو د مهال وېش سره سم به د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې راتلونکې چهارشنبه د چنګاښ په یوولسمه نېټه اعلان کړو.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې تراوسه دا معلومه نه ده چې کوم نوماند څومره رایې وړې دي او یا کوم نوماند ګټونکی دی او په دې اړه چې کومې ادعاوې کېږي دا فقط وړاندوینې دي.
دغه کمېسيون په خبرپاڼې کې يو ځل بيا له دواړو نوماندانو غوښتي دي، چې د ټاکنو پايلو ته انتظار وباسي.
سرچينه وايي، چې د ولسمشرۍ کانديد ډاکټر عبدالله عبدالله د يوه ليکلي مکتوب په بڼه ځينې پوښتنې ورته لېږلي وې، چې بيرته يې ورته جواب کړي دي.
دغه کمېسيون ويلي، چې که هر نوماند د ټاکنو د پروسې په اړوند قانوني پوښتنې ولري موږ حاضر یو چې ورته ځواب ورکړو ترڅو قناعت یې حاصل سي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې ولس په موږ باور کړی دی او موږ به دا باور هیڅکله مات نه کړو ځکه د ټاکنو پروسه یوه ملي پروسه ده، موږ به هیچاته دا اجازه ورنه کړو چې دا پروسه تحریم کړي