د نيشاپور شاهين ۱۳
نیمه شپه حماد دخپلو ملګرو سره یو ځآې د سرسوتي ددریاب دپاسه دایښوول شوو لرګیو دپُل څخه تیریده . دهمدې ځایه او دځنګله دتیاره او تیږلوړې کږې وږې لارې د وهلو وروسته دبهیم سیم کلي ته لاره ور سمه شوې وه .هغه وخت چې غوایی ګاډی د پُل څخه تیر شو نو حماد د ګاډي پرده پورته کړه او دننه یی وکتل . پشپال په خواږه خوب ویده شوې و،خو رتنا خپله درنه بړستن له ځانه را چاپیره کړې وه او د لرګیو دتختو په مرسته په ناسته وده وه . ددواړو ورور اوخور په څهرو کې داسې ډاډ معلومیده ،چې تا به ویل چې دحماد په مرسته دسفر کولو په دوران کې هغوې ته هیڅ ډول غم او اندیښنه نه شته .
حماد بیرته پرده پریښوده او د اسماعیل په لور یی وکتل او ورته یی وویل :« اسماعیله ! په بهیم سیم کې درته دبدري نات کور معلوم دې ؟»
اسماعیل دهغه په خبرو کې دلچسپې واخسته او ورته یی وویل :
« ایا همغه بدري نات چې دبهیم سیم سپین ږیرې او ملک دې »
حماد ورته په ډیر معصومیت سره وویل چې : « زه نه پوهیږم چې هغه څه او څه کار کوي ، ایا هلته بل کوم بدري نات هم شته . ؟»
« هو! یو بل بدري نات هم شته .»
« هغه څه کاره دې ؟»
« اهنګر دې »
حماد لږ څه فکر وکړ اوبیا یی ترې وپوښتل : « نوبیا دا هغه کس نه دې ، ایا هغه بل بدري نات د تجارت کاروبار کوي ؟ »
اسماعیل په ډیر غور سره حماد ته وکتل او ورته یی وویل : « ستا خبره سهی ده ، بل بدري نات چې ددې سمیی مشري په غاړه لری هغه ډیر لوې سوداګر دې ، هیڅ داسې ښار او کلې نه شته چې دهغه نمانیدګان په کې کاروبار او راکړه ورکړه ونه لري . هغه دانساني اړتیاود هر شي کارو بار کوي »
حماد ورته په پریکنده توګه وویل چې :« بس دهمدغه بدري نات دکور لورې ته ولاړ شه »
حماد خاموشه شو . غوایان مخته تلل ،.. لږه شیبه وروسته یی مخې ته دبهیم سیم کلې راغې ، ددې کلي ستر ستر برجونه په تیاره کې هم دلرې لرې څخه تر سترګو کیدل، کلي ته د ورننوتلو په ځای اسماعیل خپل غوایی ګاډې بیرون دیوې لوې حویلۍ تر مخ و دراوه . او دحماد په لور دکتلو په وخت کې یی وویل :
« ته د بدري نات دحویلۍ تر مخه ولاړ یی »
حماد ورښکته شو او ددروازې په لور ور غې او ویی ویل : « ته ګاډې همدلته و دروه زه د حویلۍ دروازه پرانیزم .»
حماد مخته ورغې او دحویلۍ دروازه یی ور وټکوله . هلته دسپي غپار او ددروازې په لور یی د رامنډو وهلو اواز اوریدل کیده . څو لمحې وروسته سپې ددروازې تر شا په خطرناکه توګه غړمبیږي .
بیا لږ ه شیبه وروسته په حویلۍ کې رڼآ را څرګنده شوه ، په تیز او توپانې باران کې یو چا په تحکمانه بڼه وویل « ګیانه ، ګیانه ! راپورته شه . وګوره چې په دروازه کې څوک ولاړ دې ….»
دیوه لرې ځایه د یوې کوټې نه دیوه چا غږ را پورته شو: « همدا اوس یی ګورم مالکه »
دهغه لمړي کس اواز یو ځل بیا واوریدل شو :« لمړۍ سپې وتړه بیا دروازه خلاصه کړه .»
دا ځل یوڅوک دخپلې کوټې څخه راووت اوپه ځواب کې یی وویل : « ښه ! اوس به سپې و تړم »
دلږ ځنډ وروسته یو څوک دروازې ته راغې اوپه خپل لړزانده اواز یی وویل : « څوک یاست ! »
حماد د دروازې سره خوله یو ځآي کړه او ورته یی وویل: دروازه پرانیزه ، زما سره غوایی ګاډې دې اوزه ستا دمالک بدري نارت سره کتل غواړم . »
داسې معلومیدل چې دروازې ته راتلونکې کس لمړۍ خپل سپې تړلې وي ، لږه شیبه وروسته یوتکړه ځوان دروازه پرانیسته ، حماد یی په لور وکتل او ورته یی وویل :
« ته ما دخپل مالک ترڅنګ یوسه ، ګوره هغه زما غوایی ګاډې بیرون ولاړ دې اوزما ملګرې دیخنۍ نه را منجیله شوي دي .»
دغه ځوان دروازه په مکمله توګه پرانیسته او ویی ویل : « خپل غوایی ګاډې دننه راوړئ ،»
حماد ورمخته شو او ورته یی وویل : « نه ! اوس به غواي ګاډې همدلته ولاړ وي ، زه اول ستا دمالک سره خبره کوم ، ما هغې ته یوسه . »
هغه ځوان چې ګیان نوم یی ورته اخیست حماد له ځانه سره دننه یوړ ، حویلۍ د زمکې څخه نژدې درې فټه پورته جوړه کړل شوې وه . دحویلۍ دننه پراخه لاره او نیمه دایروي جوړه شوې برنډه درلوده . چې د ورننوتلو له پاره یی پنځه پاتخې ایښودل شوې وې ، هلته د پوخ عمر یو زړه راښکونکې شخصیت ولاړ و . په ښیي لاس کې یی مشال نیولې و او په چپ لورې کي یی یوه زړه ښځه ، چې کیدې شي دهغه ښځه وه ، او یوه ډیره ښایسته پیغله ولاړه وه .
حماد دګیان سره یو ځآې دهمدې درې واړو په لور ورغې ، دپاتخو نه ور پورته شو اوکله چې هغوې ته ورنژدې شو نو دګیان د خبرو نه مخته حماد هغوې ته مخاطب شو .
که چیرې زه غلط شوې نه یم اولکه څنګه چې ماته ستا دبڼي اوشکل په اړه ویل شوې و دهغې په مطابق که په اندازه لګولوکې له ماڅخه څه کمې زیاتي نه وي شوې نو ستا نوم بدري نات دې »
دغه اوږود قدې زړه راښکونکې شخصیت خپل مشال د حماد مخ ته ورنژدې کړ اوپه ډیره اغیزمنه لهجه یی ورته وویل : « هماغه دټاټ اغوستونکې عرب چې زه یی منتظر وم »
حماد ورته وویل : « ایا……یا؟»
بدري نات حماد لږ څه نور هم تر اغیز لاندې راوست : « دخلدون زویه ! زه د تیرو دوو ورځو څخه ستا انتظار کې ناست یم . ایا زما داخبره سهي ده چې ستا نوم حماد ابن خلدون دې »
حماد په تړتړۍ ژبه ورته وویل « تاته زما په اړه دا اطلاعات له کومه راغلې دي ،اوتا زه څنګه وپیژندلم »
بدري نات نور هم حماد تر فشار لاندې راوست : « هغه حماد بن خلدون به زه څنګه ونه پیژنم چې دتولک دښار نه بیرون یی د ناصرالدین تر مخه د صنوبر د وني د ډډ نه را چاپير د سونډو غبرګه رسۍ شلولې ده »
حماد په اندیښمنه لهجه ورته وویل : « ته دداسې انکشافاتو په کولو سره زما ذهن تر اغیز لاندې راوړې ، ایا زه په دې وپوهیږم چې ….»
بدري نات یی خبره ورپرې کړه او ورته یی وویل : « اې زما دملت زویه ! د اسلام ځان ځاروونکیه ! ته خپل راز ماته مه وایه . زما او د ناصرالدین تر منځ دتیزتلونکو نمایندګانو په واسطه پیغام رساني کیږي ،زما پیغام راوړونکو دوره ورځي دمخه ستا په اړه ماته ټول معلومات را رسولی دي،ایا له تاسره زما په نامه د ناصرالدین کوم لیک شته ؟»
حماد دګیان ، زړې ښځې او دهغې ځوانې پیغلې په لور په کتلوسره د اضطراب په حالت کې د څه ویلو هڅه وکړه ….لیکن … حماد ددې نه زیات نور څه و نه شو ویلاې .» بدري نات ورته پخپله په ویلو پیل وکړ :
«ددې درې واړو په اړه هیڅ اندیښنه مه کوه . بیا یی دهغوې پیژندګلوي وکړه او ویی ویل : « داګیان چند نومیږي ، خومونږ ورته ګیان وایو . بیا یی دهغې زړې ښځي په لور اشاره وکړه ، دا زما ښځه ساوتري ده . په اخر کې یی دهغې ځوانې پیغلې په لور اشاره وکړه او ویی ویل چې دا زما لور بملا ده . ددې درې واړو په اړه فکر مه کوه ، مونږ ټول مسلمانان یو . بلکه داسې یی وګڼه چې په دې کور کې ګڼ شمیر ملازمین ټول مسلمانان دي . تاته د چا داصل نوم د یادولو ضرور ت نه شته. ما دکور هر وګړي ته ستا دراتلو په اړه ویلي دي . ته په دې زمکه د ټولو کارکوونکو امیر یی . زه هم ستا د لاس لاندې یم . او ستا دهر ضرورت پوره کول پر ما فرض دي .
حماد دخبرې مخ بلې لورې ته کړ او ورته یی وویل : « له ماسره یو غوایی ګاډي دې چې ستا خورین او خورزه په کې دي ،»
بدري نات ترې په حیرانتیا سره وپوښتل : « زما خورین اوخورزه ….» په ځواب کې یی ورته حماد د پشپال اورتنا ټوله کیسه واوروله .
کله چې حماد خاموشه شو نو بدري نات ورته یو نوې انکشاف وکړ . « زه به درته یوه خبره وکړم چې په کوچنیتوب کې د پشپال اوزما د لور بملا تر منځ رشته کړل شوې وه . خو اوس به زه هغه رشته ماتوم ، ځکه چې یوه مسلمانه پیغله د هندو هلک سره واده نه شی کولې . او واوره ! زه ستا مننه کوم چې دپشپال ژونددې خوندي کړې او د رتنا عزت دې ساتلې دې . دلته د میشت کیدو په وخت کې که څوک درڅخه وپوښتي چې څوک یی او چیرې اوسې نو ورته ووایه چې زه دبدري نات د کارکوونکو څخه یو کس یم اوکار مي ښار ښار اوکلي کلي ته د تجارتي اموالو ور رسول او دقیمتونو معلومول دي .
حماد داصلې موضوع په لور راغې اوترې ویی پوښتل : « ایا دایلک خان په اړه ….»
بدري نات مشال په لاسو کې را واخست او د پاتخو څخه دکیوتو په وخت کې یی ورته وویل :« په دې اړه به زه له تاسره په مناسب وخت کې خبره وکړم . راځه چې لمړۍ خوپشپال او رتنا را دننه کړو ،هغوې به پریشانه شوي وي »
حماد دهغه سره روان شو او ویی ویل : « دهغوې اندیښنه مه کوه ، هغوې په خواږه خوب ویده دي » ګیان ، ساوتری او بملا درې واړه هم دهغوې تر شا روان شول .
لمړي بدری نات ګاډۍ ته ور ننوت او رتنا یی دخوبه رابیدا ره کړه ، رتنا درابیداریدو سره سم کله چې بدري نات وکوت نو سمدلاسه یی ترې غیږه چاپیره کړه اوپه زوره زوره یی وژړل . ددې وروسته بدري نات پشپال هم را پورته کړ، دبدري نات په کتلو سره پشپال خپل لاسونه جوړه کړل اود بدري نات درنښت یی وکړ . هغه د راپورته کیدو هڅه وکړه خو د زخمونو په خاطر و نه توانید راپورته شي. حماد اسماعیل ته ور غږ کړ او ورته یی وویل:
« اسماعیله …اسماعیله ! ګاډۍ دننه را ننباسه » اسماعیل د غوایانو رسۍ راښکودې او د خولي نه یی هغه مخصوص اواز را وویست چې د غوایانو د ځغلیدو له پاره به یی کاوه . په دې وخت کې رتنا د ساوتری اوبملا سره هم روغبړ کړې و. ګیان د حویلۍ څو نور ملازمین هم رابللي و. تر څو د حماد ، پشپال اورتنا سامانونه دننه یوسي . دوو ملازمینو دکور دننه یو ستر پالنګ راخیستې و ،پشپال یی په هغې کې واچوو او دننه یی یوړ .
بملا او موریی ساوتري دواړو یو ځاي یودبل په مرسته د پشپال کټ یوې خوني ته ور ننویست ، بیا بملا ګیان ته وویل چې په دې کمره کې یو بل کټ هم واچوي . رتنا دبملا په لور په کتلو سره وویل :
«زما کټ دلته مه اچوئ ، د ورور سره مې دې یا ماما اویا کوم بل داسې ملازم پاته شی چې په پاته شپه کې دهغه خدمت وکولې شی ، زه سفر ستومانه کړې یم اودلته پاته کیدل راته ګران دي ،زه غواړم خوب وکړم او ویده شم .»
بملا وخندل او ورته یی وویل : « ته به زما او زما دمور سره یوځآي ویده شی ، دلته به په دې کمره کې پلارجان او ورور مې ویده شی .»
رتنا ورنه په حیرانتیا سره وپوښتل چې ورور دې څوک دې ؟
بملا د شونډو لاندې مسکۍ شوه او ورته یی وویل زما ورور حماد بن خلدون ، چې تاسو دواړه یی په غوایی ګاډي کې تر دې ځایه را ورسولئ ،»
رتنا ترې په اندیښمنه توګه وپوښتل چې «ته حماد څه پیژنې ؟»
پشپال ددوې دواړو خبرې په غور سره اوریدلې ، دکمري په یوه کنج کې ولاړ حماد ، بدري نات ، اوګیان هم ددوې خبرې په پوره دلچسپۍ سره اوریدلې . بملا د رتنا ښایسته او نرم لاس په لاس کې ونیوه او زور یی ورکړ :
«حماد ورور! د پلارجان په کارو بار کې شریک دې ، هغه ښار ښار اوکلي کلي کې ګرځي او دشیانو قیمتونه او ارزښتونه یی معلوموي . »
رتنا په حیرانتیا سره وویل : «بیا خو هغه زمونږ تر مخه ددې کاروبار یادونه نه وه کړې »
بملا خپلې خبرې ته اخري غوټه ورکړه او ورته یی وویل: « تا به ترې پوښتلې نه وي اوهغه به درته ویلي نه وي »
رتنا دا ځل په پریکنده توګه وویل : « هغه دلته په دې کمره کې نه شی پاته کیدې »
بملا پرې اعتراض وکړ« ولي هغه دلته نه شی پاته کیدې ؟»
رتنا دخپلې غصې دضبطولو هڅه وکړه اوویی ویل : « هغه دحویلۍ دننه نه شي اوسیدلې ، هغه ملیچ او نیچ ( ناولې او ذلیل ) دې . تیره شپه هغه دشودرانو په کور کې اوسیدلې اودهمغوې خوراک څښاک یی خوړلې اوڅښلې دې . ددې نه علاوه هغه زمونږ ددهرم په خلاف خبرې کوي ، پرمونږ باندې داحسانونو سره سره زه دهغه څخه کرکه کوم . که چیرې هغه دلته اوسیږي نو دنورو ملازمانو سره دې واوسیږي خو هغه به ددې کور په لوښو کې خوراک څښاک نه کوي .»
د ساوترې په ذهن کې څه کشمکش راپیدا شو ، پشپال هم دغصې څخه شونډې خوړلې خو څه یی ونه شو ویلاې . بدري نات رامخته شو اوغوښتل یی چې رتنا ته څه ووایی ،خو حماد یی لاس و نیوه اودکمري نه یی رابیرون کړ او ورته یی وویل :
« ته زما خبره واوره » ګیاه هم ددې دواړو سره یو ځآي شو، درې واړه دپاتخو څخه را کیوتل بیا حماد په ډیره پټه توګه بدري نات ته وویل :
« ته په دې اړه څه مه وایه . او که نه شکوک و شبهات به راپیدا شي . اوبیا به زه په سهي توګه کوم کار و نه شم کړاې . ما ته په دې حویلۍ کې د یوه شودر په څیر ځآې راکړئ ، زما بستره د ګیان سره یوځآې واچوئ … »
بدري نات ورته په سخته لهجه وویل : « دا څه ډول ممکن دي ، هغه پیغام وړونکې چې ستا په اړه دسلطان شهاب الدین او ناصرالدین پیغامونه ماته را رسولي دي په هغې پیغام کې یی ته ددې سیمي دمسلمانو کارکوونکو دامیر په څیر او دنشاپور د شاهین په څیر راپیژندلې یی . او واوره ! زما دملت شاهین به په دې حویلۍ کې ولي د یوه شودر په څیر ژوند کوي ….نه ، نه ، نه هیڅکله هم نه …..»
حماد یی خبره ورپرې کړه او ورته یی وویل :« ته د رتنا خبره ومنه . هغه یوه ضدي اودمذهب په اړه متعصبه پيغله ده .که چیرې تاسي یی د ضد او تعصب دماتولو هڅې وکړې نو هغه به نوره هم زیاته و چوي ،او اندیښنه ده چې هغه به ستا په خلاف راپورته شی . په هغه صورت کې به مونږ ته څومره ستونزې راپیدا کړل شي . بس زه به دګیان سره دهغه په خونه کې اوسم .» بدري نات ورته په ستونزمنه توګه وویل : « ایا دا ستاسې حکم دې ؟ »
حماد دبدري نات دواړه لاسونه و نیول او ورته یی وویل :« نه ! دا زما هیله ده »
بدري نات دوباره دننه ولاړ او ویی ویل : « تاسو همدلته تم شئ ، زه په کور کې څه هدایات ورکوم اوبیرته راځم ». بدري نات همغه کمرې ته راغې او خپلې لور ته یی ورغږ کړ او ویی ویل :
«بملا…بملا! دپشال سره په کمره کې زما بستره وغوړوه . زه به ورسره دشپې پاته شم . رتنا تاسو مور اولور له ځانه سره یوسئ ، اوګورئ چې د رتنا لور کوم داسې ضد پاته نه شی چې پوره یی نه کړئ . دحماد په اړه تاسو مور اولور بې فکره اوسئ ، هغه به دګیان سره یوځآی دملازمانو په احاطه کې ویده شي .
ساوتري او بملا په دې خبره باندی اعتراض کول غوښتل خو بدري نات ورته اشاره وکړه او خاموشه یی کړل . اوپخپله په ګړندۍ توګه بیرون راووت .
دحویلۍ ملازمینو دهغوې آسونه اخورو ته یوړل ، ویی تړل او هملته یی ورته دانه او ګیاه ور واچوله . دغوایانو ګاډۍ یی هم د اصطبل تر مخه و دروله . بدري نات بیرته راستون شو اودحماد لاس یی و نیوه او ورته یی وویل :
« راځئ زما سره ! » درې واړه دحویلۍ نه بیرون او د اصطبل سره یو ځآي دملازمینو کوټو ته ور ننوتل . حماد اوبدري نات په یوې بسترې باندی کیناستل ، خو ګیان په منډه ولاړ اویو لوې پالنګ یی راوست ،بیا بیرون ولاړ اویوه پاکه بستره یی راوسته ، ورسره یی وریښمینه بړستن هم وه . بستره یی په ډیره مینه خپره کړه اوبیا یی حماد ته وویل :
« یا امیره ! په دې بستره باندی کینه . » حماد اوبدری نات پورته شول اوپه هغه نوې بستره باندی کیناستل اوګیان یی تر مخه په هغه بله بستره باندی ناست پاته شو .
حماد دخپلې موضوع په لور را وڅرخید او ویی پوښتل : «ایا د ایلک خان په اړه دې کوم خبر تر لاسه کړېدې ؟ »
بدري نات په اثبات سره سر وخوځاوه : هو ! زما کارکوونکې دهغه په پیدا کولو کې بریالي شوي دي .ایلک خان د یوه سوالګر په کالیو کې متهرا ته د خپل یوه کارکن کتلو ته ورغلې و .هغه مسلمان کار کن په ښکاره توګه د هندو په کالیو کې د متهرا د راجه په ځآي کې نوکر اودهغه د اصطبل څارونکې و. دایلک خان سره یوه نوې مسلمانه پیغله هم ملګرې وه ، دا نجلۍ هلته د نګرکوټ په مندر کې نڅوونکې او بت پالونکې وه . هغه خو په ښکاره توګه دمتهرا زیارت ته راغلې وه خودهغه اصل کار د راجه په اصطبل باندې ولاړ ایلک خان ته د شمال دهندو راجاګانو په اړه مهم معلومات ورکول وو .ځکه د کوهستان د شوامک په سیمه کې چې څومره هندو راجه ګان دی هغوې خپل ټول کارونه د نګر کوټ د ستر پروهټ په مشورې اوسلا سره تر سره کوي . هغه نجلۍ چې په مندر کې کار کوي ،اوما نومیږي ، او دلوې پنډت په سترګو کې ستر مقام لری ، دا دوه علتونه لری . لمړۍ دا چې دا پیغله ډیره ښایسته ده . دویم داچې هغه د مندر په ټولو نجونوکې ښه نڅا کونکې ده . ایلک خان هم دمتهرا دکارکونکو څخه دهغه ځآې د راجه په اړه معلومات تر لاسه کول غوښتل ، ځکه په دې ورځو کې په هندکې دا افواه خپره شوې ده چې دغزني حکمران شهاب الدین ډیر ژر په هند حمله کونکې دې . په دې خاطر ددې ځآي ټول راجه ګان ، مهاراجه ګان ، د اجمیر راجه راې ، د پتهورا راجه او دهستناپور راجه کهانډې راې تر نظر لاندې خپل ځآنونه را یوځای کوي . هغوې دغه دواړه ورونه خپل مشران منلي . ایلک خان دخپلو کارکوونکو په واسطه په ډیره بیړه دا معلومات را ټولوو. اودا یی معلومول چې کوم راجه څومره لښکر لري اوڅومره دهندوانو دمتحده لښکر سره را یوځآي کوي .
هغه متهرا ته په همدې نیت راغلې و . هلته هغه دهمغې کارکن سره پاته شوه چې د راجه د اصطبل مشري په غاړه لری . ښایسته اوما هم هملته ور رسیدلي وه . درې واړو په داسې حال کې چې په نیمه شپه کې یی په پوره راز سره خبرې کولې و نیول شول .ځکه چې د اصطبل یو هندو ساتونکې دهغوې ټولې خبرې اوریدلې وې .
د متهرا مسلمان کارکوونکي اوما او ایلک خان دواړو ته د تیښتې فرصت برابر کړې و اوپخپله یی دراجه د نوکرانو لاره نیولې وه اوتر مخه یی ولاړ و اودهغوې سره جنګیده . بالاخره هغه هملته شهید شو . ایلک خان ته دتيښتې لاره پیدا شوه اوهغه د اوما سره یو ځاې د نګرکوټ لورې ته وتښتید. خو دمتهرا راجه د خپلو نوکرانو په واسطه دواړه تعقیب کړل ، ایلک خان اواوما چې څنګه د نګرکوټ مندر ته ور ننوتل نو دراجه عسکر هم هلته ور ورسیدل او دواړه یی دجاسوسۍ او غدارۍ په نامه ونیول . ایلک خان یی ونیو او بیرته یی متهرا ته یوړ ، خو دمندر د لوې پروهټ په سپارښتنه یی اوما هملته له خپله ځانه سره وساتله . د لوې پروهټ پریکړه ده چې په دې زمکه بدي او ګناه زیاته شوې ده په دې خاطر انساني قرباني غواړی . اوس راته څرګنده شوي ده چې اوما ددې قربانۍ له پاره ټاکل شوي او هغه به د کرشن مراري په پښو کې حلالوی . او د پروهټ د وینا له مخې به ددې قربانۍ وروسته دهند په پنډتانو هر ډول مصیبت تم کړل شي .
بدري نات لږ څه تم شو اوبیا یی وویل : « که څه هم دهغه کلاشکلي مندر څخه به د اوما خلاصون شوني نه وي ، ځکه چې هغه په یوه لوې اوستر غر پروت دې او درې واړو اړخو ته یی د دیوالو په څیر عمودي شکله ستر ستر غرونه پراته دي او لاندې ترې دریاب بهیږي . مندر ته د ننوتلو له پاره یواځنۍ لاره دهغې په شرقي برخه کې ده . خو هلته هم داسې کلکه پهره ولاړه وي چې الوتونکي ترې هم دننه نه شي تللې . خو بیا هم ما متهرا ته خپل یوکس ور لیږلې دې چې د ایلک خان د ازادیدو په اړه هڅې وکړي ، دغه سړي پرمانند نومیږي ، هغه د یوه پنډت په بڼه هلته ورغلې دې . او هملته دمتهرا دښار دننه د شرق په لورې د جمنا د دریاب په غاړه ( دپنډتانو په یوه شپېځاې ) اشرم کې اوسیږي . ددې ځاې نوم نرائن اشرام دې ، دهغه سره دوه درې نور کسان هم شته . دوې ټول یو ځاې د ایلک خان د ازادیدو هڅي کوي …»
حماد ژوره ساه واخیسته او ویی ویل : ددې مقصددا شو چې زه به لمړۍ متهرا ته او بیا کوټ نګر ته ځم »
بیا حماد خپلې پښې راپورته کړې او وویی ویل : اوس به زه ارام وکړم او سبا سهار به خپله تګلاره ډاګیزه کړم »
بدري نات ورته په اندیښنې سره وویل : « ایا ډوډۍ نه خورې ؟»
« نه ، ډوډۍ نه شم خوړلاې ، ما هملته ډوډۍ خوړلې وه او راغلې یم .»
بدري نات ترې یو ځل بیا وپوښتل : ستا ګاډي چلوونکې ملګرې چیرې ولاړ . هغه کس چې تاورته د اسماعیل په نامه خطاب کاوه .»
حماد په خپل وجود باندی بړستن راخپره کړه او ویی ویل : « هغه وخت چې تا زه او ګیان د پاتخو تر مخه و درولو او پخپله حویلۍته ور ننوتلې په همغه وخت کې ستا نورو ملازمینو هغه له ځانه سره یوړ . زما په آند چې هغه به هملته په خواږه خوب ویده شوي وي .»
ګیان هم د حماد تائید وکړ او ویی ویل : « ستا خبره سهي ده ، کله چې ما تاته پالنګ راوړ، هغه مې هملته کتلې و ، ما غوښتل چې هغه ته د ډوډۍ بندوبست وکړم خو هغه همتله د اصطبل تر څنګ کوټي کې په خواږه خوب ویده شوې و اوخراټي یی وهلې . مایی دخوبه رابیداریدل مناسب و نه ګڼل ، فکر کوم چې ډیر ستومانه شوې به وي ، خو ویریږم چې هغه به وږې وده شوي وي ، زمونږ کسانو وویلي چې هغه ته یی د خوراک وړاندیز کړې و خو هغه ورته ویلي و چې وږې نه دې ، ولاړ اوپه بستره کې پریوت او ویده شو .»
بدري نات داسې احساسوله چې حماد هم په ژور خوب کې ورننوتونکې دې، په دې خاطر راپورته شاو دهغه ځآیه ووت .حماد په خپله بستره باندي پریوت ،لږه شیبه وروسته هغه هم په خواږه خوب ویده شوې و .
نور په څوارلسمه برخه کي