د ذ کات اهمیت د اسلامی اقتصاد له نظره
الف ـ ذکات په لغت کی دوی معناوی لری : پاکی او نظافت ، ډیروالی اوښه والی .
د فقه په اصطلاح کی له ذکات څخه مقصد هغه مالی عبادت دی چه دهر نصاب څښتن مسلمان یی له خپل مال څخه د شریعت له ټاکلی اندازی سره سم د هغو خلګو لپاره باسی چه شریعت له مخی د ذکات اخیستلو مستحق دی.
اوس به د ذکات اهمیت او فرضیت دلایل د اسلام په رڼاکی و پیژینو.
ب – د ذکات اهمیت.
د ذکات اهمیت او اعظمت لدی معلومیژي چه په قران پاک کی الله تعالی (ج) لژ ترلژه دو دیرش ځلی د لمانځه او ذکات خو په خوا یادونه کړی ده، نو په همدی خاطر لمونځ او ذکات د دین دوه اساسی ارکان بلل کیژي چه له هغو څخه انکار کول په اصل کی د خدایی دین(اسلام) څخه سرغړونه او مرتد کیدل دی او د مومن همدا کار دی چی مرتد سره د جنګ اعلان وکړی لکه ابوبکرصدیق (رض) چه دالله تعالی (ج) په نوم قسم یاد کړ او داسی یی وفرمایل (هغه کسان جه بیغمبر(ص) ته یی ذکات وکوی او ماته یی نه راکوی د هغو سره به جهاد وکړم.
همداشان رسول الله (ص) د ذکات د اهمیت په ترڅ کی فرمایی (سخی بنده الله (ج) ته نژدی دی، جنت ته نژدی دی د خدای (ج) بندګانو ته نژدی او له دوژخ څخه لری دی او بخیل انسان له خدایه لری دی له جنت څخه لری دی او دالله (ج) له بنده ګانو ځڅه لری دی او دوژخ ته نژدی دی او دا حقیقت دي چه جاهیل سخی د عابد بخیل په مقابیل کی خدای (ج) ته زیات غوره دی(جامعه ترمذی) نو څرنګه چه ذکات د اسلام د مبارک دین دریم رکن دی نو پر هر مسلمان باندی فرض ده چه د خپل مال څخه یوه حصه ومستحقو کسانو ته ورکړی.
ب: د ذکات د فرضیت د لایل.
د فرضیت دلیلونه یی خورا زیات دی چه د قرانکریم په آیاتونو او د د رسول (ص) په حدیثونو سره او د آمت په اجماع سره ثابت ولاړ دی.
اول- الله (ج) فرمایی (واقیموا الصلاه و اتوا الذکات وارکعوا مع الراکعین).
ترجمه: لمونځونه قایم کړی ذکات ورکړی او رکوع وکی د رکوع کوونکو سره.
همدارنګه حضرت محمد (ص) فرمایلی دی ( بنی السلام علی خمس شهادت ان لاالاه الالله و ان محمد رسول الله و اقام الصلوة و ایتاء اذکات و حج البیت و صوم رمضان)
ترجمه: اسلام پر پنځو بنسټونو ایښودل سویدی لمړی د دی خبری شاهدی چی نسته معبود برحق مګر یو الله (ج) دی او محمد (ص) د الله(ج) رسول دی د لمانځه قایمول، ذکات ورکول ، بیت الله حج او د رمضان د میاشتی روژه.
ج: د آمت اجماع.
په بیلابیلو وختونو او د ځمکی په ګوټ ګوټ کی آمت په دی اتفاق لری چه ذکات عینی فریضه ده.
لاس به مو ستړی او د قلم رنګ به مو خلاص سی خو دذکات په اړه به معلومات خلاص نه سی.
دوستانو اداری فساد، اختلاص، رشوت، جنایتونه او خصوصا فقر او غربت دا ټول هغه پدیدی دی چه بشر د څه کم یوی پیړی راپه دی خوا په جدی توګه ورسره لاس او ګریوان دی چی خصوصا له نوموړو ناخوالو څخه یوه هم د فقر خبیثه دایره ده چی د بشر لپاره تر ټولو ستر ګواښ بلل سوی دی .
د تاریخ په اوږدو کی فقر او د فقرعوامل د بشر ترتولو لوی دشمن بلل سوی دی خصوصا” په اوسنی عصرکی چی جامع د اقتصاد او د فقر څخه د خلاصون په اهمیت په خپل ورځنی ژوند کی تر بل هر وخت پوه سویدی.
حتی خپله خوشبختی او بدبختی هم په اقتصادی وضع پوری مربط ګڼی او ښه ژوند ته د رسیدلو لاره بیله اقصادی پرمختګ څخه بله لاره ناممکنه ګڼی ، نو لدی سببه د اوسنی عصر لویه مبارزه د فقر او د فقر د عواملو سره ده او ټول خلګ په پوره توان ،طاقت او وسایلو سره چی په اختیار کی لری کوښښ کوی چی صنعتی ،زراعتی او معدنی تولیدات په لاس راوړی او هغه په ډیره عادلانه توګه د خلګو په سر توضیح کړی ترڅو ددی لاری خپل ځانونه د فقر له بنده خوښی کړی او اقتصادی ازادی رامنځ ته سی .
که څه هم تر اوسه پوری د فقر او غربت لاملونه په څوڅو ځلی په ګوته سوی او د حل لاری هم ورته سنجول سویدی خو د هغه سره سره بیا هم د نړی پرمختللی هیوادونه د فقر او غربت له دایره سره جنګ او نه پریږدی چی دا پدیده د هغوی سیاسی او اقتصادی قدرت تر خپلی اغیزی لاندی راولی ، په ډیر افسوس سره باید ووایم چی په اوسنی عصر کی اسلامی هیوادونه په تیره بیا افغانستان د نوموړو ناخوالو په سر کی قرار لری دا چی ولی ددی یواځنی لامل د اسلام مبارک دین څخه بی غوری او د هغه د احکامواو قوانینو نه عملی کول نن دی سبب سویدی چی افغانستان د فقر، غربت،بیکاری او داسی نورو جنایاتو له کبله په نړی کی دوهم مقام خپل کړی
د نوموړو مشکلاتو پر حل به هم وږغیږو خو لومړی به د ذکات اجتماعی او اقتصادی ګټو او تاوانونه ته یوه لنډه کتنه وکړو:
• د ذکات په ورکولو سره مال او شتمنی پاکیږی اوالله برکت پکښی اچوی
• د ذکات په ورکولو سره فقر او غربت له منځه ځی او د خلګو د ژوند سطحه لوړیږی
• د ذکات په ورکولوسره د مختلفو جنایاتو مخه نیول کیږی لکه غلا،قتل ،رشوت، اوداسی نور چی ننی جامع ته یو ستر ګواښ دی.
• د ذکات په ورکولوسره زمونږ په هیواد کی تر دیره حده عام المنفعه پروژی عملی کیدای سی لکه مکتب، مدرسه ، هسپتال برق او داسی نور چی هم افتصادی او اجتماعی ګټی لری.
• د ذکات په ورکولو سره عدالت،یوالی، او سوکالی رامنځ ته کیږی .
• دذکات په ورکولو سره کولای سو چی یو اقتصادی دوامداره پرمختګ ولرو.
• او د ذکات ورکول کولای سیچی د یو هیواد په بودجه او سرمایه کی افزایش را منځ ته کړی چی دا د هر مملکت یو ستر افتصادی هدف وی .
او داغه رنګه د ذکات په ورکولو سره د امنیت ، صلح، برابری، او د ورورولی فضا هم په اجتماع کی تر ډیره بریده رامنځ ته کیږی .
پورته ذکر سوي اهداف هر یو ځان ته بیلابیلي موصوع ګاني دي چي ډیر وخت او بحث ته اړتیا لري دمقالي په دي برخه کي به داسلامي دولت پر رول وږغیږو چي دولت دذکات په راټولولو کي څه رول لري.
داسلامي دولت رول په زکات کی: نن ورځ احصائیه په تخمیني ډول ښیي که داسلام دغه رکن په صحیح ډول په اسلامي نړی کي عملي سي نو په ټوله نړی کي به داسي فقیر او غریب پیدانه سي چي خپل لاسونه و نورو ته وغځوي او محتاج دي وي. چي ددي ښه مثال دعمر بن عبدالعزیز خلافت وو چي کله به یي ذکات راجمع کړی او دنړی پر مخ یی خلافت اعلان کړی نو داسي څوک پیدانه سو چي محتاج او د ذکات مستحق دي وي چي دبشریت په تاریخ کي دامثال څوک نه سي لیدلای.
په اسلام کي یو اسلامي دولت مکلف دی چي یوه اداره دذکات دراجمع کولو تر عنوان لاندي جوړه کړي چي په اسلامی فقه کی ورته د باج او خراج جمع کول وایی ، ددي حکمت په دي کی دی که حکومت ذکات جمع کړي نو هیڅ سرمایه داره به ونه توانیږی چي دذکات له ورکولو سرغړونه وکړي او که واک خلکو ته ورکول سي نو دکه چا خوښه وي ورکوي یی او که د چا نه وي خوښه نه یی ورکوي چي په دغه صورت کي دمستحقینو حق تر پښو لاندي کیږي ځکه خلګ (عوام ) دمستحقو کسانو په تشخیص کي پوره معلومات نلري امکان لري چي څو نفره خپل ذکات یو نفر ته ورکړي چي دابه دنورو کسانو په حق کي تیری وي ، متاسفانه په افغانستان او نورو اسلامي هیوادونو کي داسي یو اداره وجود نلري خو دا په دي معنا نه ده چي دولت دي لاس تر زني کښیني باید کوښښ وکړي چي دغه رنګه یو سالمه اداره رامنځته کړي تر څو دپورته ناخوالو مخه تر یو حده پوري ونیسی.
د حل لاره: دا چی الحمدالله د اسلام مبارک دین یو الهی دین دی او ټوله مسلمانان ایمان او باور پر لری نو د هری مسلی د حل لپاره لومړی باید قران عظیم الشان ته رجوع وسی، او په قران کریم کی د نوموړو اقتصادی او اجتماعی مشکلاتو په تیره بیا د فقراو غربت حل زکات ښودل سویدی، نو که چیری هر مسلمان د الهی قانون مطابق خپله دغه اخروی او دنیاوی وظیفه په پوره ایمانداری سره سرته ورسوی نو زه باور لرم چی نوموړی ټول مشکلات به د الله (ج) په فضل حل سی او مونږ به ددی شاهدان واوسو (انشا الله) .
نو د ټولو هغو کسانو څخه چي شرکتونه ، تجارت او شخصی طیاری لري ، پیسی یی دامریکا او اروپا په بانکونو کي نه ځاییږي غربیان ددوی په پیسو پخپلو بانکونو کي دسود معاملی کوي، دوی د چربی او دوینی دفشار څخه مري اما خوار او غریب دوینی د کمښت څخه نو زما له خپلو ټولو مسلمانانو خویندو او وروڼو څخه احترامانه هیله ده چي داسلام دغه رکن به لومړی پرځان عملي کوو او وروسته به یی دپیغام په ډول ددنیا تر هر کونجه پوري رسوو تر څو هغه مسلمانان چي له دي الهی نعمت څخه بي برخي دی برخمن سي او په ثواب کی یی موږ هم ځان شریک کړو.
په یوي مجموعي نتیجه ګیري کی ویلای سم چي زموږ نه عمل پر اسلامي احکامو او قوانینو دټولني دمشکلاتو سبب سوی دي
هدف: (د دي بي ارزښته مقالي هدف داوو چي دذکات الهی فریضه د خلګو په منځ کي ژوندی سي تر څو داسلامي جامعي ډیر مشکلات حل سي)
خپله مقاله د رسول الله (ص) په یو حدیث مبارک پای ته رسوم چی فرمایی (هر هغه څوک چی د خپل مال زکات په عاشقانه ډول سره ورکړی د غنمو او جورو د هری دانی پر برابر یو قصر په جنت کی پیداکوی )
هیڅ سرمایه د انسان د ژوند ضمانت یا د هغه د نیکمرغی او بدبختی ضمانت نه کوي.