کندهار: د ژړۍ په عملیاتو کي دوسلوالو قوماندانان وژل سوي
د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق پوليسو ته امر کړی، چي په ژړۍ ولسوالۍ کي هیڅ چاته د ورانکاره فعالیتونو اجازه ور نه کړي،او هغه کسان چي دا کار کوی،د هغوي د نیولو او یا وژلو په اړه دي جدی اقدام وکړي
هغه دا څرګندوني نن سهار د کندهار د لويديځي ولسوالۍ ژيړي په مرکز کي خبريالانو ته د عملياتو د پای ته رسېدو وروسته وکړې.
دی وايي، چي وسله والو مخالفينو د اختر یوه ورځ وړاندي د ژيړۍ، پنجوايي او ميوند پر ځينو سيمو حمله وکړه، چي شاوخوا دوې اوونۍ وروسته مات سول.
جنرال عبدالرازق وويل، چي د یادې جګړې پر مهال ۱۷۱ وسله وال وژل سوي، ۳۷ ټپيان سوي او ۶۵ نور ژوندي نيول سوي دي.
دده په وينا، چې لږ تر لږه ۳۶ ملکي وګړي او افغان سرتيرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده، چي له ډلې يې ۱۴ وژل سوي دي.
امنيه قوماندان وايي، چې په وژل سویو او ټپيانو کي د وسله والو مخالفينو مشهور قوماندانان او د پنجاب، عرب او چیچنيا جنګيالي شامل وه، چې د ډیورنډ کرښې د ها غاړي څخه د هلمند د خوشکاوې د لاري کندهار ژيړۍ، ميوند او پنجوايي ولسوالۍ ته راغلي وه.
هغه دا عمليات د مخالفينو لپاره ځپلونکي وبلل، چي افغان ځواکونو د ایساف په تخنيکي مرسته ترسره کړل.
هغه وايي، چي د مخالفينو سره ښه چلند او عدليې او قضايي ارګانونو کي د پيسو او فساد له امله د هغوي د بيرته خوشي کېدو له امله دغه ګام اخلي.
په همدې مهال د سره صلیب ادارې مسولين ژيړۍ ولسوالۍ ته رسېدلي، ترڅو د وسله والو جنګيالو جسدونه خپلو کورنيو ته وسپاري.
په سيمه کي د سره صلیب یوه کارکوونکي وویل، چي تر دې مهاله یې ۲۸ جسدونه انتقال کړي دي او د پاته انتقالولو چاره یې پيل کړې ده.
په ژيړۍ ولسوالۍ کي د جګړې له امله شاوخوا ۶۰۰ کورنۍ هم کډوالي سوي، چي امنیه قوماندان د بيرته ستېدو غوښتنه ترې وکړه.
په جنوب کي ناامني تر اختر وړاندي لومړي د هلمند په سنګين ولسوالۍ کي پیل او وروسته د کندهار ژيړي، ميوند او پنجواي او د روزګان خاص رزوګان ولسواليو او تېره ورځ د هلمند په موسی کلا ولسوالۍ کي پيل سوه.
دغه جګړې په کندهار کي په ۱۴ ورځو کي کابو سوه، خو په نورو ولسواليو کي تر دوو مياشتو هم واوښتل.