کندهار-روزګان:۲۶وسلوالو ته مرګ ژوبله
په کندهار او روزګان کي ملي اردو ځواکونو ۲۶ وسله وال وژلي او نيولي
په جنوب کي د ملي اردو ځواکونو وايي، چي د یوه ورځينو عملياتو پر مهال يې په کندهار او روزګان ولسواليو کي ۲۶ وسله وال وژلي او ژوبل کړي دي.
د ۲۰۵ اتل قول اردو مطبوعاتي دفتر وايي، چي دغه عمليات د باور په نوم د جنوب په دريو ولايتونو کي پيل سوي دي.
سرچينې رسنيو ته په یوې ليږلي خبرپآنه کي ویلي، چي په تېرو ۲۴ ساعتونو کي يې د دغه عملياتو پر مهال يې ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اړولې او ۱۴ نور يې بيا ژوندي نيول.
خبرپاڼه وايي، چي دوه وسله وال د جګړې پر مهال د کندهار خاکرېز ولسوالۍ په لام سيمه کي وژل سوي او ۱۴ نور ژوندي نيول سوي دي.
د روزګان ولايت د خاص روزګان ولسوالۍ په قدم شالي سيمه کي بيا د وسله والو مخالفينو دوه قوماندان او یو ملګري وژل سوي او څلور نور ټپيان سوي دي.
د ملي اردو ځواکونه ددې ولايت په دهراود ولسوالۍ کي د یوه وسله وال د وژلو او د کندهار په ميوند او د زابل په شینکي ولسواليو کي د ۶ جګړيو ماينونو د کشف خبر ورکړ.
په همدې مهال د کندهار امنيې قومندانۍ په یوې خبرپآنه کي د کندهار په میوند، معروف او ژيړۍ ولسواليو کي دوو تنو د ټپي کېدو او ۱۲ ماينونو د نيولو خبر ورکړی دی.