هلمند:په عملیاتو کي ۳۴وسلوالو ته مرګ ژوبله
دهلمند په نهرالسراج کي امنیتي ځواکونو ۳۴ تنه وسلوالو ته مرګ ژوبله اړولې ده .
په هلمند کي دشپږسوه څلورم سرحدي زون قوماندان مل پاسوال الحاج سلطان محمود (محمود) وايې چي دهلمند او کندهار په لویه لاره دامنیتي ستونزو له امله دامنیتي ځواکونو له لوري دتیرو څلور ورځو راپه دیخوا عملیات پیل سوي دي چي وسلوالوته یې خورا درنه مرګ ژوبله اړولې ده .
هغه وویل چي په عملیاتوکي افغان سرحدي پولیس ، ملي اردو ، ملي امنیت او ملي پولیس برخه لري ، په دغه عملیاتو کي چي دسرحدي پولیسو سره په ګډه دنورو امنیتي اورګانونو له لوري پرمخ وړل کیږي ۱۲ تنه ددولت وسلوال مخالفین وژل سوي ، درې تنه یې نادرکه دي او ۱۹ تنه یې ټپیان سوي دي .
په وژل سوو کسانو کي پنځه تنه دلګۍ مشران لکه : ملا متکي ، ملاحیات الله ، ملاخیاط ، ملامعتصم او بشري شامل دی.
ددولت دغه وژل سوو وسلوالو مخالفینو په خوشکابه ، نهرالسراج او دووبندي سیمو کي خپل وسلوال فعالیتونه ترسره کول.
ښاغلي قوماندان وویل چي تر دې مهال دسرحدي پولیسو دانجینرۍ ټیم دیرش کړۍ ماینونه په بیلابیلو سیموکي دنهرالسراج کشف او شندکړي دي چي ډيری یې دوسلوالو له لوري دخلکو په کورونو کي ځای پرځای سوي وه .
ددغه ښخ کړل سوو ماینونو زیان ډيری وخت ولسي خلکوته رسیږي چي دسرحدي پولیسو له لوري یې شنډول دوام لري.
دسرحدي زون قوماندان زیاته کړه چي د کندهار او هلمند په لویه لاره چي تر دوراهي پوري رسږي امنیتي ستونزي وې چي وسلوالو په لویه لاره کي ماینونه ښخ کول ، یوشمیر پلونه او پلچکونه یې دخپل ماینونو ښکار کړي وه چي اوس مهال هغه پلونه او پلچکونه بیرته وه رغول سواو لویه لاره امنیت سوې ده .
دهغه په خبره چي په سیمه کي اوس مهال عملیات دواملري ، لاره پوره امنیت سوې او دلاري دښه خوندي کیدو په موخه نوي امنیتي پوستي یې هم ځای پرځای کړي دي .
دشپږسوه څلورم سرحدي زون قوماندان دخپلو سرحدي ځواکونو سره اوس مهال په سیمه کي په عملیاتو بوخت دی او دسرحدي پولیسو دانجینرۍ ټیم په هغه سیموکي چي دوسلوالو له لوري ماینونو ځای پرځای سوي دي شنډول دواملري .
دیادوني وړده چي دشیږسوه څلورم سرحدي زون پولیس دسګین او نهرالسراج دعملیاتو ترڅنګ په ډیری هغه سیموکي ځای پرځای دی چي دوسلوالو لپاره خورا مهمي بلل کیږي او ډیری وخت یې وسلوالوته درنه مرګ ژوبله اړولې وي