د کندهار ښاروالۍ اړوند د يو شمېر مديريتونو څارنه کېږي

عطاالله محمدي | اگست 10th, 2014


دکندهار ښاروالۍ مالي او اداري امر احمدالله شیرشاه او دمنابع بشري مدیر عبدالله خان چي نن یي دکندهار ښاروالۍ دیو شمېر مدیریتونوڅخه دارزیابۍ په موخه لیدنه کول د نهمي ناحې او دولسمي ناحې ارزیابي یي ښه وارزول دمامورینو پروخت راتګ ،ښه حاضري او پاک چاپېریال ته زمینه برابرول هغه څه وه چي دنهمي ناحې دمدیر عبداللطیف خان او ددولسمي ناحې دمدیر محمدویس هنر مل لخوا ورته جدي توجع سوې وه .
دمراجعینو لپاره پروخت چمتوالۍ اوکارونوته یي رسیدګۍ دکندهار ښاروالۍ مالي اواداري امر ښه وارزول اوهیله یي څرګنده کړه چي په نورو برخو کښي هم اړوند مدیریتونه ورته اقدام وکړي اوکارونه چي هرڅه ژروي چټک کړي همدارنګه ښاغلي شیرشاه وویل چي ددوي نظارت به دوامداره وي او دښاروالۍ دنورو مدیریتونوڅخه به هم دنظارت په موخه لیدنه کوي او دښاریانو لپاره دښه هوسایني په موخه به ورته لازمي سپارښتني کوي .

Copyright Larawbar 2007-2024