لوی کندهار:دټاکنو دپایلو ځنډولو وروسته لاریونه کوو
د لوی کندهار خلګ وايې د ټاکنو د پایلو ځنډول نور ورته د زغمولو وړ نه دي
په همدې موخه په کندهار کي لویه غونډه جوړه سوې وه،چي ګڼو قومي مشرانو،علماو،سوداګرو،دکاندارانو او عامو خلګو ګډون کړی وو
دغه کسان وايې د رای ورکړي په ملي پروسه کي يې برخه واخیستل نو اوس دي د دوي د رایو سرنوشت معلوم او په ټپه ولاړ اقتصاد ته دي پرمختګ ورکړل سي
د چهار شنبې په ورځ د کندهار ،هلمند،زابل او اروزګانو ولایتونو په زرګونه کسان را ټول سوي وه او د رایو د پایلو د ژر معلومولو غوښتنه يې کول
دغه کسان وايې هر هغه چا چي ډېري رای وړي دي د قانون له مخي دي د ولسمشر په توګه اعلان سي او د ټاکنو پر سر را ولاړو سوو ناندریو ته دي د پای ټکي کښیښودل سي
یاد کسانو وویل،چي د کاندیدانو تر منځ د اساسي قانون خلاف تړونو په وړاندي به جدي عمل وکړي او په سختو لارینونو به لاس پوري کړي
قومي مشر حاجي اغلالی دستګیري وايې د دوي پر رایو دي معامله نه کیږي،او د ملت ارادې ته دي په درنښت وکتل سي
هغه وايې هڅه يې وکړه،چي خپل ږغ پور ته کړي او په ښار کي لاریون وکړي،خو د کندهار د ولایتي ادارې لخوا يې مخه نیول سوې او د دوي مدني حرکت ته اجازه نده ورکول سوې
د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک وايې ځکه يې هغوي ته د لاریونر کولو اجازه ور نه کړه ،چي ولایتی اداره او پولیس يې په جریان کي نه وه اچولي،او نه يې هم د لاریون مسیر معلوم وو
د ده په خبره،چي د احتمالي پیښو د مخنیوي او د لاریون کوونکو د امنیت په موخه يې دا کار کړی دئ