د وسله والو په يوه بريد کي يو باندنى عسکر وژل سوى

عطاالله محمدي | سپتمبر 5th, 2014


د ناټو ځواکونو له لوري لراوبر ته يوه رالېږله سوې خبرپاڼه ليکي چي د دوى يو باندنى عسکر د وسله والو په يوه بريد کي وژل سوى.
خبرپاڼه ليکي چي ياد کس د افغانستان په ختيځ کي د وسله والو په يوه بريد کي ژوند له لاسه ورکړى.
اسلامي حزب او وسله وال طالبان د افغانستان په بېلابېلو سيمو کي پر کورنيو او باندنيو ځواکونو د بريدونو ادعا کوي.

Copyright Larawbar 2007-2024