طالبان: د سميزو پوليسو يو قوماندان او ساتونکى مو وژلي
عطاالله محمدي
وسله وال طالپان ليکي چي په هلمند ولايت کي يې د سيميزو پوليسو قوماندان وژلى .
طالبانو په خپله يوه ويب پاڼه کي وايي چي: پرون غرمه شاوخوا ۱۱ بجې د ناوې ولسوالۍ اړوند د عینک په سیمه کې د سيميزو پوليسو پر کرولاموټر دماین چاودنه کړې
دچاودني له امله موټرویجاړ او داربکیانو دپوستې قومندان اسدالله له یوه ساتونکي سره ځای په ځای ووژل شو.
په دې اړه خپله اړونده چارواکو تر اوسه څه نه دي ويلي.