په پاکستان کې د اکتوبر پر٦مه دوشنبه لوى اختر دى
لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا )
اسلام اباد : دپاکستان دمياشتې دليدو دکميټۍ مشرمفتي منيب الرحمان رسنيوته څرگنده کړې چې په ټول پاکستان کې دذوالحجې مياشت ونه ليدل شوه نو دذى القعدې مياشت ٣٠ ورځې ده سبا( شنبه) د دذوالحجې د مياشتې لومړۍ نيټه ده چې( اکتوبر٥مه ) ديکشنبې ورځ (عرفه) او اکتوبر٦ ددوشنبې په ورځ لوى اختر دى دا په داسې حال کې ده چې سعودي داکتوبر ٣ دجمعې ورځ (عرفه )او داکتوبر٤ (دشنبې) ورځ يې لوى اختر اعلان کړى دى د خيبرپښتونخوا او قبايلي سيمې هروخت خپل ديني مراسم دسعودي داعلان له مخې ترسره کوي