طالبان : د ملي امنيت کار کوونکى مو وواژه

عطاالله محمدي | اکتوبر 1st, 2014


وسله والو طالبانو په خپله يوه انټرنيټي رسنۍ کي خبر ورکړى چي د ملي امنيت يو کارکوونکى ئې وژلى.
طالبان ليکي چي ياد کس ئې تېر ماښام د ده خواجې په سيمه کي د يوه غلچکي بريد په پاپله کي وژلى .
طالبان ليکي چي ياد کس عزت الله نومېدئ او د ملي امنيت کارکوونکى وو.
د يادوني وړ ده چي په دې اړه خپله اړونده چارواکو تر اوسه څه نه دي ويلي.

Copyright Larawbar 2007-2024