وحدت ورځپاڼه : افغان ولسمشردې د افغان قونصلگرۍ چارې سمې کړي
لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا )
پېښور: له پېښورڅخه په پښتو ژبه خپرويدونکي (وحدت) ورځپاڼې په نننۍ( داکتوبرپر١٦) سرليکنه کې افغان ولسمشر ډاکټراشرف غني ته په پېښورکې د افغان قونصلگرۍ په اړه ځينې وړانديځونه کړي چې خپلو لوستونکو ته يې کټ مټ وړاندې کوو
افغان ولسمشر بايد پېښور کې د افغان قونصلگرۍ د خرابۍ کارکردگۍ نوټس واخلي د تېرې ډېرې مودې راهيسې پېښور کې د افغان قونصلگرۍ په اړه د شکايتونو راپورونه او اطلاعات ترلاسه کيږي چې ترمخه يې افغانستان ته تلونکي راتلونکي پاکستاني ، افغان سوداگر او په خاصه توگه په پاکستان کې مېشته افغانان له بېلا بېلو ستونزو سره مخ دي. د اطلاعاتو ترمخه کومو کسانو ته چې د افغانستان د ويزې ترلاسه کولو ضرورت وي، هغوى څو څو ورځې قونصلگرۍ ته سهار ځي او ټوله ورځ د ويزې ترلاسه کولو دپاره له ذلت څخه د ډک انتظار نه وروسته ناکام خپلو کورونو ته ځي. د قونصلگرۍ په اړه په ترلاسه کېدونکو شکايتونو کې يو شکايت دا هم دى چې دغلته د ويزې په مد کې اقرباپروري( خپلوانپالي) او بډې هم کارولى شي. بله دا چې په پاکستان کې اوسيدونکي افغان مهاجرين اکثريت ځايي پوليس تنگوي او چې کله دغه افغان مهاجرين قونصلگرۍ سره تماس ونيسي نو د قونصلگرۍ مامورين يې شکايت اورېدو ته هم تيار نه وي. د افغانستان د ويزې په هکله يوه مسئله دا هم ده چې تاجرانو ته دلته په عمومي توگه يوازې د يوې مياشتې ويزه ورکول کيږي، کومه چې په داسې حال کې ختمه شي چې د تاجرانو او سوداگرو لين دين اکثر په نيمايي کې پاتې شي. د افغان قونصلگرۍ ترڅنگ دلته د افغانستان په استازيتوب د مهاجرينو اداره، د سوداگرۍ اداره او نورې اړونده ادارې غير فعالې دي. دا شان د پاکستان په جيلونو کې گڼ شمېر افغانان پراته له کومو لويو جرمونو قيد او بند سختې ورځې شپې تېروي چې په پېښور کې افغان قونصلگرۍ د دغو افغانانو موضوع تر دې مهاله پاکستاني چارواکو سره هاغسې په موثر انداز نه ده راپورته کړې. لکه څنگه چې پکار ده، د پاکستان او افغانستان ترمنځه د پخوا راهيسې مختلفې رشتې قائمې دي او د سيمې د نورو هېوادونو په نسبت د پاکستان او افغانستان يو بل سره کلکې اړيکې زياتې ضروري دي بلکې په موجوده حالاتو کې د غوره دوه اړخيزه اړيکو اړتيا نوره هم سيوا شوې ده. دې لړ کې د اطمينان وړ خبره دا ده چې په افغانستان کې اوس اوس د ملي يووالي په نوم يو داسې حکومت رامنځته شوى دى چې د اداري فساد مخنيوى، د امنيت ټينگښت او گاونډيو هېوادونو سره غوره اړيکې يې په ترجيحاتو (لومړيتوب) کې شاملې دي. د پاک افغان ښو تعلقاتو په غرض بايد په دواړو هېوادونو کې د وړوکي نوعيت په کيسونو کې بندي کسان خوشې کړى شي. که د افغانستان د پاره د تاجرانو ويزې د يوې مياشتې په ځاى د دريو مياشتو شي او پېښور کې د سوداگرۍ او مهاجرينو ادارې فعالې کړل شي نو د دې به راتلونکي کې مثبتې پايلې رامنځته شي. افغان جمهور رئيس ډاکټر اشرف غني بايد د نوټس په اخستلو پېښور کې افغان قونصلگرۍ دې خبرې ته چمتو کړي چې د دواړو وروڼو گاونډيو اسلامي هېوادونو ترمنځ د اړيکو پراختيا دپاره په ويزه ترلاسه کولو کې اسانۍ پيدا شي او د پوليس لخوا په افغان مهاجرينو د کيدونکي ظلم مخنيوي کې کردار ادا کړي