د ٣ وسله والو د وژلو خبر ورکړل سو

عطاالله محمدي | اکتوبر 25th, 2014


د هلمند ولايت امنيتي چارواکي وايي چي په دې ولايت کي پر يوه پوسته د وسله والو له خوا تر بريد وروسته د پوليسو په جوابي ډزو کي درې وسله وال وژل سوي.
د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند عبيد وايي چي دا کسان تېره ورځ تر غرمې مخکي د نهرسراج په سيمه کي وژل سوي .
نوموړى همدا ډول وايي چي په دې بريد کي يو پوليس هم ټپي سوى.
په دې اړه خپله وسله والو تر اوسه څه نه دي ويلي.

Copyright Larawbar 2007-2024