ملي دفاع وزارت د ۱۰۶ وسله والو طالبانو د وژلو خبر وركړ
د كورنيو چارو او ملي دفاع وزارت وايي، د هېواد په بېلابېلو سيمو كې د امنيتي ځواکونو په ګډو تصفيوي عملياتو كې ۱۰۶ وسله وال وژل شوي ۵۸ ټپيان دي او ۵ نور ژوند نوي شوي دي.
د كورونيو چارو وزارت له مطبوعاتي دفتر څخه په خپرې شوې خبرپاڼې كې راغلي، چې د هېواد په بېلابېلو سيمو كې د امنيتي ځواکونو په ګډو تصفيوي عملياتو كې۴۰ وسله وال طالبان وژل شوي، ۱۰ تنه ټپيان دي او يو بل ژوندى نيول شوى دى.
خبرپاڼې زياته كړې، چې دغه تصفيوي عمليات په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د كونړ، کاپيسا، فارياب، لغمان، هلمند او پکتيا ولايتونو په مربوطاتو كې د ملي پوليسو، ملي اردو او ملي امنيت ځواکونو لخوا ترسره شوي دي.
د سرچينې په وينا، په يادو عملياتو كې يوه اندازه وسلې او مهمات هم د امنيتي ځواكونو لاسته ورغلي دي.
د يوبل خبر له مخې د ملي دفاع وزارت وايي، د هېواد په بېلابېلو سيمو كې د ملي اردو ځواکونو په تصفيوي عملياتو كې ۱۱۴ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ملي دفاع وزارت له مطبوعاتي دفتر څخه په خپرې شوې خبرباڼې كې راغلي، چې په دغو تصفيوي عملياتو كې د يوه بهرني او درې سرګرپانو په ګډون ۶۶ وسله وال مخالفين وژل شوي، ۴۸ تنه ټپيان دي، ۴ وسله وال مخالفين او ۱۴ مشكوك كسان ژوندي نيول شوي دي.
خبرپاڼې زياته كړې، چې دغه تصفيوي عمليات په تېرو ۴۸ ساعتونو كې كندوز، كندهار، هلمند، كاپيسا، خوست، كونړ، هرات او لغمان ولايتونو په مربوطاتو كې ترسره شوي دي.
د سرچينې په وينا، د خپلو امنيتي دندو پر مهال او د سړك غاړې ماين چاودنې له كبله د ملي اردو ۵ سرتېري هم وژل شوي دي.