جمهور رييس محمد اشرف غني پر شكريې باركزۍ بريد وغانده

حاجی پوپل | نوومبر 16th, 2014


جمهور رييس محمد اشرف غني پر شكريې باركزۍ بريد وغانده
جمهور رئيس محمد اشرف غني كابل ښار كې د ولسي جرګې پر غړې شکريې بارکزۍ نننى موټربم ځانمرګى برید وغانده.

دغه بريد نن له غرمې وړاندې ۱۰ بجې او ۱۵ دقيقې د دار الامان پر سړك رامنځته شو، چې په ترڅ كې يې ۳ تنه ووژل شول او ۲۲ نور ټپيان شول.

د جمهوري رياست له مطبوعاتي دفتره په خپرې شوې خبرپاڼې كې راغلي، چې جمهور رئيس غني د هېواد امنیتي مسوولینو ته دنده سپارلې ده څو د دغه تروریستي برید د څرنګوالي په اړه خپلې جدي پلټنې او څېړنې ترسره کړي

Copyright Larawbar 2007-2024