د واليبال رواني سيالۍ د پامير او مداد لوبډلو په ګټه پاى ته ورسېدې
عطاالله محمدي
په چک او سیداباد ولسوالیو کې د والیبال د ۳۸ لوبډلو ترمنځ پیل شوې سیالۍ د پامیر او مداد لوبډلو په بریا پای ته ورسیدې.
د میدان وردګو ولایت په چک ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو او په سیداباد ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال پیل شوې سیالۍ نن ( یکشنبه) د مداد او پامیر لوبډلو په بریا سره پای ته ورسیدې .
په چک ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال دغه سیالۍ درې ورځې وړاندې پیل شوې وې،چې په ترڅ کې د مداد لوبډلې لومړی او مدو لوبډلې دویم او رشیدانو لوبډلې دریم مقام ترلاسه کړ.
د دغه لوبې په پای کې بریالۍ لوبډلې ته د چک ولسوالۍ د حج اوقافو مدیر له لورې کپ او نورو غوره لوبغاړو ته مډالونه او انعامات ورکړل شول.
په ورته وخت کې په سیداباد ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ پیل شوې سیالۍ د پامیر لوبډلې په بریا پای ته ورسیدې .
دغه سیالۍ،چې ۵ ورځې وړاندې پیل شوې وې،په پای کې پامیر لوبډلې وکولای شول،چې لومړی،د شیخ اباد پیرداد خیلو دویم او د شاترو رحیم الله لوبډلې دریم مقام ترلاسه کړ.
د دغه سیالیو په پای کې هم بریالۍ لوبډلې ته د سیداباد ولسوالۍ مقام له لورې برابر شوی کپ او نورو غوره لوبغاړو ته مډالونه او انعامات ورکړل شول .
د یادو دواړو سیالیو موخه د ځوانانو ترمنځ همغږي او له حکومت سره د دوی ښه همکاري په ګوته شوې وه،چې په بای کې ځوانانو ژمنه وکړه،چې له نشه یې توکو پر وړاندې به مبارزه کوو او له خپل حکومت سره به هر ډول همکاري پاتی شو.