دکندهارهرات په لویه لار څلور مسافر وژل شوي

حاجی پوپل | نوومبر 17th, 2014


د فراه د ولایت په مربوطاتو کې وسله والو طالبانو له موټرو دیارلس سپرلۍ ښکته کړي او له دغو سپرلیو یې څلور تنه وژلي دي.

د فراه ولایتي چارواکو د خبر پخلی کړی دی، ویلي یې دي چې وسله والو طالبانو له ځان سره نهه مسافر وړي، چې اکثره یې ملکي وګړي خو ښايي ځینې پکې دولتي مامورین هم وي.

د فراه امنیتي ځواکونو ویلي، د نهو یرغمل شو کسانو لټه روانه ده، ددې ولایت امنیه قومندان جنرال یعقوبي ویلي د فراه د بالابلوک په ولسوالۍ کې یې د نهو مسافرو لټه پیل کړي او عملیات روان دي.

خو لا هم تر دې دمه وسله والو طالبانو ددغې پېښې مسؤلیت په غاړه ندی اخېستی او نه یې هم څه ویلي دي.

Copyright Larawbar 2007-2024