په هلمند کې د ۲۱۵ ميوند قول اردود ښوراب د پيښې حقايق له خبريالانوڅخه پټوي

حاجی پوپل | نوومبر 30th, 2014


د هلمند د ازادو ژورنالستانو له ټولني څخه په خپره سوي خبرپاڼه کې راغلي دي چې له تيرو څلورو ورځو راپه دي يوشمير وسله وال طالبان ښوراب ته ننوتلي چې تراوسه پورې له دولتي ځواکونو سره په جګړه کې ښکيل دي چې نه يوازې د قول اردو مسؤلين له خبريالانو څخه حقايق پټوي بلکې اجازه هم نه ورکوي چې خبريالان د جګړې سيمه له نږدې څخه ترخبري پوښښ لاندې راولي، په داسې حال کې چې وسله وال طالبان له خپل لوري څخه ددې جګړې په اړه وخت په وخت نوي معلومات له خبريالانوسره شريکوي او له خبريالانو څخه غوښتنه کوي چې د پيښې ريښتينی انځور د مطبوعاتو له لارې خلکو ته وړاندې کړي چې له همدې امله اوس مهال خبريالان تر فشار لاندې دي.

خبرپاڼه کاږي چې له بله پلوه خلک هم له خبريالانو څخه دا تمه لري چې دوی ته ددې جګړې بشپړ معلومات وړاندې شي او له خبريالانو څخه همدا غوښتنه کوي خو د پورته ستونزو له امله خبريالان نشي کولای کره معلومات تر لاسه او خلکو ته ورسوي.

سرچيني ليکلي دي چې دغه ستونزه خبریالانو ولايتي چارواکو حتی د دفاع وزارت ته هم رسولې خوله بده مرغه په دې برخه خبريالان بيا هم ناهيلي شوي دي.

Copyright Larawbar 2007-2024