په سنګين ولسوالۍ کي ۱۲ افغان پوځيان وژل سوي

اسدالله زړه سواند | نوومبر 30th, 2014


د هلمند ولايت په سنګين ولسوالۍ کي د وسله والو په بريد کي ۱۲ تنه وژل سوي او يو تن ورک سوی دی.

دغه بريد وړمه شپه د سنګين د بازار په هډې سيمه کي سوې ده او پر مهال يې سخته جګړه رامنځته سوې ده.

د ملي دفاع وزارت وياند ظاهر عظيمي په دې بريد کي ۱۲ سرتېري وژل سوي او يو تن ورک سوی دی.

هغه زياته کړه، چي په تېرو ۲۴ ساعتونو کي څلور نور افغان سرتېري هم وژل سوي دي.

بلخوا په هلمند د ملي اردو يوه مقام د نوم نه ښودلو په شرط ويلي، چي جګړه د يوه ځانمرګي بريد وروسته پيل سوي.

هغه زياته کړه، چي د بريد پر مهال څوارلس بريدګر هم وژل سوي.

داپه داسي حال کي ده چي د ښوراب پر نظامي هډه د جمعي په ماښام پيل سوي جګړه لاهم د يو څو ساعته جګړې وروسته بيا پیل او د ۴۸ ساعتونو په موده بيرته پای ته ورسېده.

په دې بريد کي پنځه افغان سرتېري او ۲۶ بريدګر وژل سوي او اتلس افغان پوځيان ټپيان سوي دي.

Copyright Larawbar 2007-2024