د First in نولسم څپرکی ( دکابل لومړۍ کرښه، د GPS کارول)

د لراوبر اداره | جولای 22nd, 2008


ليکوال : جنرال ګیري سي شرون – د  سي آی اې پخوانی مامور
ژباړن : لاهور منګل – خوست
انلاين چاري : شمس خوستی – لراوبر ډاټ کام ( خوست )

له كابل سره له لومړۍ كرښې څخه دGPS دكورديناتواخيستلوماموريت له بشپړولووروسته موږبايددېته ورته ماموريت دتخار په لومړۍ كرښه كې هم سرته رسولى واى ،دغه ماموريت ډېرمشكل ؤ،ددغه ماموريت ترسره كوونكي بايدله انجمن كنډؤ څخه دهواله لارې تېراوبيالويديځولومړيوكرښوپه لوروړل شوى واى ،دغه سفر،ان دهواپه ښوحالاتوكې هم خطرناك اوستونزمن ؤ.

دتخارلومړۍ كرښه درې بېلابېلې خواوې لري چې له تاجك سرحدڅخه په جنوبي لوري غزيدلې وه ،دغه يوه خطرناكه سيمه وه ،دشمالي ټلوالې له كرښوهاخوايوه اواره سيمه وه چې كوچنۍ اوټيټې غونډۍ يې درلودې اودهندوكش دغرونوله شمالي څنډې سره نښليدې .

كه طالبانودغه كرښه ماته كړې واى نوپنجشېردرې ته دتاجكستان له لوري ار اكمالاتوته ګواښ پيداكېدۀ ،دمقابل لور ي دځواك تمركزدتاجكستان له سرحدڅخه جنوب لوري ته هغه سيمه وه چې شمالي ټلوالې پكې دغونډيوتېرې اولوړې څوكې نيولې اوله لسوڅخه ترزيات كيلومتروپه اندازه جنوب ته غزيدلې وې ،ددغې ټكي اراضي جنوب لوري ته ډېره خنډيزه كېدله اوغونډۍ هم په خنډيزواوزيږوغرونوبدلېدلې ،پرهغه سيمه جنګي عمليات تقريباٌ ناشوني ول ،بې له دوونقطوڅخه چې جنوب اولويديځ لوريو ته له هغوخوړونوڅخه چې دخوړونوخولې پكې له غرونوڅخه وتلې وې ،دغه دوه تنګيوغرونو طبيعي دننوتلولارې درلودې اودغو ځايونوبه طالبانوته دپنجشېرتنګي ختيځ لوري ته دورنېږدې كيدواوبريالي كيدواجازه وركړې واى .

دشمالي ټلوالې ځواكونه پداسې ډول ځاى پرځاى شوي ول چې دتنګيودواړه خولې يې بندولې اودتخاردلومړۍ كرښې دويمه او دريمه برخه يې جوړوله .

دغه سروې بايدميورې  اوسټان ترسره كړې واى ،دوى دواړه له درې څخه داكتوبرپه لومړى نېته دسهار دسپيده داغ پرمهال دهواله لارې هلته يوړل شول .

نصير چې دشمالي ټلوالې پيلوټ ؤ،هم لدوى سره پدې سفركې يوځاى ؤ،هغه دتخارلومړى كرښې ته له سلوڅخه زيات سفرونه كړي ول اوددۀ تګ زموږله دوو تنوپيلوتانوسره په دغه كږلېچونوكې دلارښودپه توګه ډېراړين ؤ.

دګروپ كوربه په دغه ماموريت  كې جنرال بريوله خان (ښايي بريالۍ يې بريوله خان ليكلى وي ،ژ) ؤچې دتخارپه لومړۍ كرښه كې دشمالي ټلوالې دځواكونوقوماندان ؤ،خان عجيبه څېره درلوده ،عمربه يې ددېرشوكالوپه شاوخواكې وي ،غښتلى اودپام وړبدن يې درلود،هغې خپله قومانده اوپرېكړې په پوره ډاډسره ترسره كولې ،هغه دحقيقي رتبوپه اخيستلوسره دشمالي ټلوالې دځواكونودتوپچي قوماندانۍ مقام ترلاسه كړى ؤ،هغه دځانګړي جرئت په لرلوسره مشهور ؤاوپه څرګنده يې له دوى سره مينه درلوده ،هغه په انګليسي ژبه نه پوهېده خوپه روسي ژبه كې يې پوره مهارت درلود،هغۀ په روسيه كې زده كړې كړې وې اوله سټان سره يې په روسي ژبه بې له ژباړن څخه كارونه ترسر ه كول .

بريالى خان هم دهغه همنومي بسم الله خان ته ورته ځان غښتلى اوډېرلېواله ثبوت كړ.

سټان اوميوري وپوهېدل چې دغه سروې به هم دكابل دلومړۍ كرښې په څېر په بيړه اوځوكمن ډول ترسره شي .

دخواجه بهاودين په هوايي ډګركې يې هوايي پرسونل پرېښودل اودوى دخان لخواجبري دچاى اوكلچومراسموته بدرګه كړل .

دغه مراسم دخان په يوۀ ښكلي باغ كې چې دخان دكورترڅنګ ؤاوله لومړيوكرښوڅخه يې زيات ميله واټن درلود نيول شوي ول ، له باغ څخه دلومړيوكرښوپرخوامنظره ډېره ښكلې وه ،خان خپل اوددښمن مؤقعيتونه ور وښودل ،هغه دخپل ځواك په ټاكنه كې ريښيتنى ؤ،دوى دومره ځواك نه درلودچې ددښمن كرښې ماتې كړي اوددښمن ځواك هم دومره نه ؤچې ددوى دفاعي كرښې له منځه يوسي .

سره لدې چې خان لوړه سيمه نيولې وه بياهم دغونډيو يوه كرښه وه چې طالبانوورڅخه ترټولونېږدې اومخكيني موقعيتونوته دخان دځواكونوله بريدڅخه په امن كې دفاعي او اكمالاتي ګټه ترې اخيستله .

خان دامرېكادهوايي ځواكونودبمبارۍ په ګټه پوهېدۀ اوددۀ لپاره ترټولوګټوره داوه چې دغه لومړى سروې پوره كړي ،ددغوكرښواودكابل په شمال كې دلومړيوكرښوترمنځ يودپام وړتوپيرداؤچې دلته د ډزورتبادله په دوام داره توګه په سيمه هرلوري ته له خوځښت سره سمه كيدله .

كله چې خان ،سټان اوميوري خپل SVV (ښايي جيب موټروي ،ژ) ته بيول هغوى دوى ته خبردارى وركړچې نن به بې له شكه زموږپر وړاندې څوځله ډزې وشي ،كه چېرې يوازې دسپكې وسلې ډزې وي ،بياسخته نده ،ځكه چې دلومړۍ كرښې په اوږدوكې څوعرب قطعات دي اوباقي افغانان ،خوهسې هم  دښې نښې ويشتلولپاره دهدف له نيولوسره ستونزې لري ،دغونډۍ په مخ پورته دنښې ويشتلوترجربه له ډېروكموسره شته ، هغې خبرې وځنډولې اوموسكايې وكړه ،ويې ويل : خوكه چېرې هاوان يې وكاراوۀ ،بيانوزموږلپاره سخته تماميږي ،دوى دهاوانونودويشتلوډېرتمرين لري اودا يوازينى شى دى چې دوى زده كړى دى  ،نوموږبايدبيداره  واوسيږو.

ددې خبرې په كولوسره هغې موټروته لارښوونه وكړه اوپخپله دموټرپه مخكې سيټ كې كيناست ،هغه خپل ځوان موټروان په مټ باندې وټپاوۀ اوپه دري ژبه يې څه ورته ووې ،چې موټروان يې كلچ پريښوداودموټرپه په ريزيې پښه ټينګه كړه ،ټول يې په سيټونوورو نښلول ،دوروستيوټايرونوپه تاوولوسره يې شګې په هواكړې اودګردونوپه جوړولوسره موتر  روان شو ،كله چې موټردخان له تفريحي باڼدې څخه يوۀ كاږۀ موړته  وېنږدې شو،سټان هغه پلاستيكي لاستى چې ددروازې په سرلګيدلى وي ،ټينګ ونيؤ،ترڅوموټريې دښويدلوپر مهال چې دغونډۍ په مخ ښكته لوري روان ؤخوږنكړي ،هغه ميوري ته وروكتل ،هغه هم مسك ؤ اولاسونه يې دموټروان دسيټ پرسرټينګ نيولي وو،سترګې يې دخوښۍ له امله ځليدې ،دموټروان چپ لوري ته موتردسړك له غاړې وښويېدۀ اوموټروان نوره هم په ريزپښه ټينګه كړه اوميوري هم په خنداشو،سټان ديوې بلې اوږدې اوسختې ورځې هيله درلوده اولاستۍ يې ټينګ كړ.

په هغه ورځ دوه ځلې په دوى باندې ډزې وشوې ،سره لدې چې جنرال له احتياط اودخطردشتۀ والي سخت خبردارى وركړى ؤ،هغه نېږدې دګروپ دلارښوونې پرمهال دخطرپروان نه لرله ،هغه به دغرۀ پروړاندې نېغ اولك روان ؤاوميوري اوسټان به يې هغه نقطوته رهنماكول چې ددښمن مؤقعيتونه به يې ښه ليدلاى شول .

ځواكونويې ټولوښه احساس درلود،دوى ټولوخان ته له ويرې اوحيرانيتاډك احترام كاوۀ ،هغه له هرسړي سره ټوكې اوخندا،په مټونوټپول ،كله كله به يې دهغوى غوستي كال ورباندې برابرول اويابه يې ورته دكاليوداغوستلوپه اړه نصيحت ورته كاوۀ ،داسې ښكاريدۀ چې هرسرتېرى يې په ځانګړي ډول پېژاند،ښايي چې خپلوسرتېروته يې ځان ښودۀ اوښايي چې دووامريكايانوته يې ځان ښوونه كوله ،خوپه هرصورت خان دښمن ته په ځان ښودنه كې هېڅ ډاراحساس نكړ .

په يوځاى كې دسروې دلومړى ورځې له پيليدويوساعت وروسته خان هغوى دشپږوبوجيوپه واسطه خوندي شوې پوستې ته بوتلل ،چې 154 ملي ميتري ماشن ګڼه پكې ليدلې وه ،پنځه ياشپمسرتيري پكې ول ،خان دپوستې سرته پورته شو،بيايې مخ راوګرځاوۀ ،له ميوري اوسټان  څخه يې وغوښتل چې ورنېږدې شي ،هغه دښمن ته نېږدې په شپږسوه متره واټن كې شكاره ولاړؤ ،ميوري سملاسي په خپوړو وروخوت اوله جنرال سره ترڅنګ ودريد،دښه قضاوت په خاطرسټان هم دميوري په تعقيب دپوستې بام ته وروخوت ،خان وويل : ګورى هغه دتېرې پرخې ترڅنګ دعربانوډله ده ،خان دموقعيتونوپه لوري اشاره وكړه اوميوري ته يې دښۀ ليدولپاره دوربين وركړ.

جنرال ووي :عربان ډېرتكړه جنګيالي دي ،دپاكستانيانوغوندې ندي ،پاكستانيان له طالبانوڅخه هم خراب جنګيالي دي ،خوعرب اوچيچنيان ډېرښه مجهزدي ،ښه زده كړه يې كړې اوسخته جګړه كوي اوبل ددوى په مؤقعيتونوكې سمڅې ډېرې پياوړې دي .

په همدې شيبه كې ددوى په سرونوپه هواكې دچاودنې غږواوريدل شواوسټان دچابكې مرمۍ غږچې له ليري واټن څخه ويشتل كيږي وپيژاند،سملاسي همدېته ورته څونورې چاودنې هم واوريدل شوې ،دوى په نښه شوي ول ،دوى خان ته مخ ورواړاوۀ ،په همدې شيبه كې نورې مرمۍ هم ددوى په سرونوپه هواكې وچاوديدې ،خان په ارام سره وويل :هوپه موږباندې ډزې كيږي ،په اشاره كولوسره يې لدوى څخه وغوښتل چې دبوجيوله سرونوراښكته شي ،سټان لا له وړاندې ټوپ وكړترڅوترتوپكولاندې په كنده كې ځان پټ كړي ،ميوري هم دسټان په تعقيب ټوپ كړدواړه مځكې ته ورسيدل اوترنېږدې كندې پورې ورغړيدل ،دوى فكركاوۀ چې خان به ورپسې وي ،دوى دبام په لور يوكتل ،خان لا اوس هم نېغ ولاړاود ډزوراستقامت په لوري يې ځيرځيركتل ،دخان په ښۍ خواكې نېږدې د درې ياڅلورفوټه په واټن له خاوره ډكه داسې چاودنه وشوه چې دماشين ګڼې بوجۍ يې لړزولې ،خان ښكته ټوپ كړاوددوو هك پك اوحيرانه امريكايانوخواته نېږدې ورغى ،خان په موسكاسره وويل : هغوى ويشتل نسبتاٌ زده كړي دي ،ښايي چې د14,5 ملي ميتري توپ نښه يې برابره كړي وي .

سټان پوهېدۀ چې روسۍ 14,5 ملي متري توپ له امريكايي 50 caliber ډوله توپك سره ورته والى لري چې وژونكي وسله ده .

خان وويل : راځئ دGPS كوردينات واخلئ اودغه ځاى موپه نقشه كې په نښه كړئ ،زه به دڅوتوپ ګوليودويشتلوامروركړم ترڅودغه عرپ سپي ورباندې غلي كړم ،موږددوى دغه موقعيت دمخالف په توګه دخپلوتوپونولپاره راجستراوپه نښه كړيدى .

ددۀ خبرې ريښتياوې ،په مخابره كې ددۀ له لنډوخبرو اوخپلوكسانوته ددښمن دموقعيتونوله كورديناتو ويلووروسته مودتوپونودمرميواواز واوريدچې زموږپه سرونوتېرې شوې اودمرميوپه چاودلوسره مځكه وښوريدله .

خان پداسې حال كې چې له پوستې څخه يې دمرميودلګيدلوځاى دهغه داغېزمالومولولپاره په ځيرسره كوت وويل چې ښايي هغه سپيوته يې له ډېرې زړورتياڅخه د ډډې كولودرس وكړى وي ،هو  زماكسانوډېرډزونه پرې وكړل اوتريو څه وخت پورې به سرونه ټيټ وساتي ، راځئ چې لاړشو ،زيات كار پاتې دى .

دويم ځل دخان په ځواكونوباندې يوساعت وروسته هغه مهال ډزونه وشول چې دوى دټيټي غونډۍ پرڅوكه ددوو مخكينيوموقعيتونوپه لوري روان ول ،خان دهمېشه غوندې دخپلوكسانوپه سركې ؤ،خوداځل هغۀ له وېرې ټيټ ،ټيټ روان ؤ،داځل دطالبانوموقعيتونه په پرتليزډول نېږدې ول ،سټان هم په بيړه دطالبانودموقعيتونوپه لوري مخ وراړاوۀ .

دسټان داټكل له مخې به دطالبانونېږدې موقعيتونو نېږدې څلورسوه متره واټن درلوداود دواړوخواووموقعيتونودغونډيودسرونوجګوالى سره برابر ؤ.

يونڅاپه ددوى ترشا دغونډۍ په هغه ډډه كې چې ددښمن په لوري وه چاودنه وشوه ،چې دتوپكوډزونه هم ورسره ول ،خان په منډه شو،سټان ته يې غږونه كول خوسټان سم نه پرې پوهېدۀ ،مګرانګيرله يې چې وايي ((دخپل ژوندساتنې په خاطريې منډې كړې)) دېته ورته يوڅه يې وويل : سټان هم په منډه شوچې ميوري هم په دۀ پسې نښتى ؤ،سټان وپوهېدۀ چې دكلاشينكوف ډزې پرې كيږي ،ځكه چې اوازيې د 14,5 ملي متري څخه يوڅه تېزاو جګوالى اوټيټوالى يې درلود،دبارودوچاودنې ددوى ترشاه دوام درلود،دوى ټولوترتوپ لاندې په ټېلوځانونه سره ورننه باسل ،مرمۍ ددوى پر سردخاوروپه ټوپي چاوديدې اودچابكه اواشنامرميوغږونه يې هم اوريدل .

سټان شاخواوكتل ،ويني چې خان په خندادى ،په ښكاره هغۀ لدې حالت څخه خونداخيست ،ډزې لكه څومره چې يونڅاپه پيل شوې همدمره نڅاپي غلې هم شوې ، دسټان په غوږونوكې انګازې وې اودخان غږيې هم ګډوډاوريدۀ ،هغه ويل چې طالبانوهم ډزې زده كړيدي ،له عربانوڅخه دغه موقعيت نېږدې ؤ.

خان وويل چې راځى دوستانوخپل كوردينات موواخلى ،موږددښمن له سترګوڅخه پټ ددې غونډۍ ترشاكولاى شووښوريږو، كله چې لدې ځاى څخه لاړشو،زه به هم دتوپونوديوڅومرميودويشتلوامر وركړم ترڅودښوډزو كولولپاره انعام وركړم .

دوو  نورو لومړنيوكرښوته يې سفربې له كومې پېښې ترسره كړ،چورلكې هم له كرښې څخه په ليرې واټن كې كيناستې اوخان هم دوى دسروې ترسره كولوته بدرګه كړل .

سره لدې چې خان دورځې دپيل په شان غښتلى اوليواله ؤ،خوداځل ډېرمختاط هم ؤاوپه مخكينيوموقعيتونوكې ددښمن له ډزوڅخه په پام سره ګرځيدۀ .

سټان ميوري ته وويل چې خان اوس پوى شوچې كه چېرې ددۀ تركنترول لاندې سيمه كې دغو دوو امريكايانوته څه پېښ شي ،نودى به له جنرال فهيم لخوا له سختوپايلوسره مخامخ شي .

هرڅه دليل چې وي ،ماسپښين ارام اوسروې په تېزۍ سره ترسره شوه ،چورلكه دخان قرارګاه ته راووګرځيده اواېډاوګريډچورلكې ته دتېلو اچولواجازه واخيسته ،دوى دچورلكې كومكي ټانكۍ هم له تېلوڅخه ډكه كړه .

له انجينرعارف سره زموږدچورلكې  اوولس ټنه تېل باقي پاتې ول اوزه ډاډه وم چې دبيانيې په ډول به  ددغوتېلواخيستل دغه لپاره دخپګان موضوع نه وي .

خان دخداى په امانۍ پرمهال له احساساتو ډك ؤ اوسټان اوميوري ته يې دبياراتګ اودۀ سره يې دزيات وخت تېرولودعوت وركړ .

سټان له جنرال سره دجګړې په كرښوكې دګرځيدوعلاقه نه درلوده ،خوميوري دبياراګرځيدو ژمنه ورسره وكړه .

شلمه څپركۍ
دجنګ واقعيتونه
2001   داكتوبر   81 – 2

Copyright Larawbar 2007-2024