کندهار: معلولین له ګڼو ستونزو سر ټکوي

اسدالله زړه سواند | دسمبر 4th, 2014


کندهار چې د څو لسیزو راپدیخوا د جنګ او جګړو ډګر پاتې سوې دچهارشنبې په ورځ پکښې سلګونو تنو معیوبینو چې ډيره برخه یې د جنګ قربانیان وو خپله نړېواله ورځ ولمانځله .

په دې مراسمو کې معلولینو او دولتي چارواکو پرنوي حکومت ږغ وکړ تر څو د ټولنې دې بېوزلې وګړو ته خپله پاملرنه ډېره کړي .

په کندهار کې څه دپاسه دریو لسیزو جګړو په زرګونو کورنې د غم په ټغر کښېنولي . د دې ولایت د کار ټولنیزو شهیدانو او معلولینو چارو رئیس تلوکان خبري ویب پاڼي ته ویلي،چي له دوی سره تردې مهاله ۱۴۶۴۲ د شهیدانو کورنې او معلولین ثبت او راجستر دی چې په دې کې ۸۵۲۶ تنه ملکي معلولین او ۵۱۹۴ د ملکي وژل شویو کسانو کورنې دی . ددې چارواکو په وینا ډېری داسې کسان هم سته چې تر دې مهاله له دوی سره ندی راجستر سوي .

ددې ریاست چارواکي له دولت څخه غوښتنه کوي تر څو له دوی سره د معیلولینو او دشهیدانو د ورثه وو په پالنه کې مرسته وکړي .

د کندهار معلولین له نوي حکومت څخه غوښتنه کوي تر څو دوی ته چې ډېره پرخه یې له روسانو سره دجګړې پرمهال معلول سوي خپله پاملرنه ډېره کړي .

د یادونې وړ ده چې په جګړو کې د وژل شویو کسانو د کورنیو نفقه دا مهال د مېرمنو په غاړه ده چې د افغاني کلتور له کبله له کور څخه د باندې کار کولو ته هم نه پرېښول کیږي .

Copyright Larawbar 2007-2024