د ۳۳ وسله والو طالبانو د وژلو خبر وركړل سو

عطاالله محمدي | دسمبر 6th, 2014


د كورنيو چارو وزارت وايي، د هېواد په بېلابېلو سيمو كې د امنيتي ځواکونو په ګډو تصفيوي عملياتو كې ۵ وسله وال طالبان وژل شوي، يو تن ټپي دى او ۹ تنه نور ژوندي نيول شوي دي.
د دې وزارت مطبوعاتي دفتر څخه نن په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي دي، چې دغه تصفيوي عمليات په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د بغلان، جوزجان، اروزګان، لغمان، کندهار او کاپيسا ولايتونو په مربوطاتو كې د ملي پوليسو، ملي اردو او ملي امنيت ځواکونو لخوا ترسره شوي دي.
د سرچينې په وينا، په يادو عملياتو كې يوه اندازه وسلې او مهمات هم د امنيتي ځواكونو لاسته ورغلي دي.
د يادوني وړ ده چي په دې اړ خپله وسله والو تر اوسه څه نه دي ويلي.

Copyright Larawbar 2007-2024