دزابل دپوهني ریاست دښونځیو نیمایی پیسی طالبانو ته ورکول کیږي
دزابل دپوهني ریاست دښونځیو نیمایی پیسی طالبانو ته ورکول کیږي . دزابل امنیه قوماندان وایی کومي پیسی چی زابل ته راځي نمایی دپوهني ریاست لخوا طالبانو ته ورکول کیږی . بلخوا دولایتی شورا رئیس اوقومي سپین ږیری وایی دپوهني ریاست په شاجوۍ ولسوالۍ کی دښونځيو په نامه پیسي راباسي اوشخصي جیبونو ته لویږی .دپوهني چارواکی پدی اړه څه نه وایی خو زیاتوی چی له دی نه ورسته به هر فعالت دقومي سپین ږیرو او ولایتی شورا دغړو په مشوره کوي .
چارواکی وایی په شاهجوۍ ولسولۍ کی دفعاله ښونځيو په نامه پیسی را وزي او نیمایی یی طالبانو ته ورکول کیږی . دزابل امنیه قوماندان په شاهجوۍ ولسوالۍ کی په یوه غونډه کی اعتراف وکړ چی پدی موضوع دملي امنیت او ولایتي اداري مسؤلین هم خبر دی خو په اړه یی چوپ پاته دي . نوموړي وایی دزابل دپوهني ریاست دښونځيو په نامه پیسی راباسی او ورسته یی پر طالبانو ویشي .
دزابل دولایتی شورا رئیس هم په ورته ډول څرګندوني کوي . نوموړي وایی دپوهني ریاست مسؤلین دښونځيو په نامه پیسی راباسي او شخصي جیبونو ته یی اچوي
دزابل دشاهجوي ولسوالۍ قومي سپین ږیري وایی په دي ولسوالۍ کی دوه یا دري ښونځي فعاله دی خو دلسو ښونځيو په نامه دپوهني ریاست ته پیسی راځي چی دوي یی په خپلو کی سره وویشی .
دزابل دپوهني رئیس ومنله چی په ښونځيو کی یی تریوه بریده ستونزي سته خو نوموړي وایی له نن نه ورسته به په هره ولسوالۍ کی ښونځي دولایتی شورا او قومي سپین ږیرو په مشوره فعاله کوي . نوموړي که څه هم پدی اړه چی ددوي دښونځيو پیسی طالبانو ته ځي څه ونه ویل خو زیاته یی کړه چی په ښونځيو کی یی ستونزي دومره هم نه دی چی دخلکو ماشومان دی له لوست څخه بی برخي کړي
شاهجوۍ دزابل یوه هغه ولسوالۍ ده چی اوسیدونکی یی تل پردولت پدی برخه کی نیوکه کوی چی پدی ولسوالۍ کی یی ددوي دماشومانو لپاره په هغه شمیر ښونځي نه دی فعاله کړی څومره چی دوی ورته اړتیا ده . دسیمي قومی مشران وایی له دولت څخه یی دښونځيو دجوړلو کار دلمړیتوبونو څخه دي .