د افغانستان د مخکني ولسمشر حامدکرزي ژوند له ګواښ سره مخ دئ
عطاالله محمدي
یو شمېر رسنیو خبر ورکړي،چي امریکا غواړي د افغانستان د مخکنی ولسمشر حامدکرزي په ساتونکو کي نفوذ وکړي او هغه ترور کړي
افغانستان ټایمز د رپورټ له مخي،چي په دې اړه کره شواهد سته ،چي امریکايي ځواکونو د مخکني ولسمشر ساتونکو ته د هغه د ترور په بدل کي د زیاتو پیسو د ورکړي خبره کړې وه،خو د هغه لخوا تر رد کېدو وروسته يې بهرنیو ځواکونو پر کور چاپه وهلې او کور يې ور تلاښي کړی دئ
افغانستان ټایمز وايې څرنګه چې کرزی د امريکا له يو شمېر سياستونو سره جدي مخالفت لري، امريکايان ښايي هڅه وکړي نوموړی ترور کړي.
ویل کیږي،چي دا هڅي امریکايي ځواکونو د تېرو ۴۵ ورځو را په دېخوا پیل کړي دي
تر اوسه رسمي سرچينو په دې اړه کوم څه ندي ويلي.