٤ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
عطاالله محمدي
په یوې بمي چاودنه کې د یو ملک په ګډون څلور تنو ملکي وګړیو ته مرګ ژوبله اوښتې.
نن د ۱۲ نیمو بجو په شا و خوا کې د الینګار ولسوالۍ په بازار کې د یو دوکان مخې ته یو ځای پر ځای شوی بم انفجار کړی چې له امله یې ملک نیاز محمد او یو تن بل په شهادت رسیدلي او دوه تنه نور زخمیان دي؛ چې په زخمیانو کې د یو تن روغتیايي حالت د اندیښنې وړ دی.
ملک نیاز محمد د الینګار ولسوالۍ د قومي شورا غړی و او د ولسوالۍ په بازار کې یې د خوراکي توکو پلورنځی درلود.
دا مهال سیمې ته امنیتي ځواکونه ور رسیدلي او د پیښې په اړه یې څیړنې پیل کړي.