کندهار: ماين يو ملکي کس وواژه او يو بل يې زخمي کړ.

عطاالله محمدي | دسمبر 30th, 2014


نن سه شنبه غرمه مهال ١٢ بجې د کندهار ولايت د ميوند ولسوالۍ د ګلان کېچې په سيمه کي پر ملکي کسانو د ماين چاودنه سوې چي پر مهال يو يو کس وژل سوى او يو بل ټپي سوى دى.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک وايې، دغه کسانو په سيمه کي لرګي ټولول، چي د يادي پيښي سره مخ سول.
له بلي خوا نن د کندهار ولايت د معروف په ولسوالۍ کي تر يو ساعته جګړې وروسته يو وسله وال طالب وژل سوى او يو بل زخمي سوى دى.
خپلواک وايې، چي په ياده پېښه کي افغان سرتيرو ته مرګ ژوبله نده اوښتې.

Copyright Larawbar 2007-2024