طالبان: په ميوند اولسوالۍ کي مو يو سيميز پوليس وواژه
عطاالله محمدي
وسله والو طالبانو په خپله يوه انټرنيټي ويبپاڼه کي خبر ورکړى چي په تېره ورځ ئې په ميوند اولسوالۍ کي يو سيميز پوليس وژلى.
طالبان ليکي چي دا پوليس ئې د دې اولسوالۍ د کلنکېچې غونډۍ په سیمه کي پاخه سړک ته نږدې پوه ښخ کړل سوي ماين وژلى.
په دې اړه خپله اړونده چارواکو تر اوسه څه نه دي ويلي.