هلمند: د هاوان مرمي یو واده په غم ولړئ

عطاالله محمدي | دسمبر 31st, 2014


د هلمند په سنګين ولسوالۍ کي په يوه واده کي د هاوان يوه مرمي لګېدلې چي پرمهال يې شپيتو ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د هلمند د امنيې قومندانۍ وياند فريد احمد عبيد وايي، چي د چهار شنبې په ماخستن اووه نيمي بجې ددې ولايت د سنګين ولسوالۍ په ميان دوزو سيمه کي په يوه واده کي د هاوان د لګيدو له امله شپيتو تنو ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتي ده.
هغه وايي، چي په دې پېښه کي پنځلس تنه ښځي، کوچنيان او نارينه وژل سوي او همدا راز ٤٥ تنه ښځي، کوچنيان او نارينه ټپيان سوي دي.
نوموړي وويل، چي يوې ډلي وسله والو مخالفينو د افغان پوځيانو پر امنيتي پوسته حمله وکړه، چي په متقابل بريد کي پوځيانو يو هاوان توغولى دى.
د عبيد د معلوماتو پر اساس چې هاوان په سيمه کې د ملکيانو په يوه واده کې لګيدلی، چي پر مهال يې ياده مرګ ژوبله رامنځته سوه.
ده وويل چې د پېښي ټپي کسان يې د هلمند لايت د ايمرجنسي روغتون ته لېږلي دي او تر درملني لاندي دي.
سنګين په هلمند ولايت کې هغه ولسوالي ده چې د تېر پسرلي را په دي خوا پکښې نژدي هره ورځ جګړي وي او په دي ولسوالۍ کي د رواني جګړي له امله تر زرو تنو زياتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

Copyright Larawbar 2007-2024