روزګان:تښتول سوې روغتيايې ډله خوشي سوه.

عطاالله محمدي | جنوري 4th, 2015


هغه روغتيايې ډله چي د تېري يکشنبي په ورځ د اروزګان ولايت خاص اروزګان ولسوالۍ په عاشيرو سيمه کي د دولت د وسله والو مخالفينو له لوري نيول سوې وه خوشي سوې ده.
دا دري تنه ډاکتران وروسته له هغي ونيول سول کله چي يې غوښتل سيمي ته د خلکو د درملني په موخه روغتيايې توکي ورسوي.
د اروزګان ولايت مقام د وياند په وينا چي د سيمي قومي سپين ږيرو او مشرانو دې ته لاره هواره کړه ترڅو نيول سوي ډاکتران خوشي کړي.
تر اوسه پوري ويل کېږي چي ددې کسانو پر خوشي کېدو کومه معامله نه د سوې په داسې حال کي چي تر نيول کېدو وروسته يې کومي ډلي پړه هم نه ده منلېش.

Copyright Larawbar 2007-2024