کندهار: په جلا پېښو کي درې پوليسو او يو ملکي کس ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

عطاالله محمدي | جنوري 4th, 2015


په دريو جلا پېښو کي درو پوليسو او يو ملکي کس ته مرګ ژوبله اوښتې
تېر ماښام د کندهار ښار د څلورمي حوزې اړوند د حضرت جي بابا په سيمه کي يو ماين تر خنثي کېدو مخکي چاودنه کړې، چي پرمهال يې يو ملکي کس ټپي سوى.
په همدې ورځ ماځيګر مهال د اومي امنتي حوزې په سيمه کي نامعلو وسله والو دوه تنه پوليس په هدف بريد کي وژلي دي.
د کندهار د امنيه قومانداني وياند ضياء درانى د يادو پېښو د تايدولو ترڅنګ وايي، چي په يوه بله پېښه کي د څلورمي حوزې په سيمه کي په يوه مسجد کي يو پوليس په يوه غلچکي بريد کي ټپيي سوى دى.
د يادو پېښو مسوليت وسله والو طالبانو په غاړه اخيستي او ادعا يې کړې، چي په بېلابېلو پېښو کي يې شپږ پوليس وژلي دي.

Copyright Larawbar 2007-2024