ايساف په جنوب کي واک افغان ځواکونو ته وسپارى
عطاالله محمدي
دافغانستان په جنوب کي دبهرنيو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته پوځي ماموريت او مسووليت رسما انتقال سو .
په دې اړه د يکشنبې په ورځ د ۲۰۵ اتل قول اردو په قومنداني کي په جوړو سو مراسيمو کي د کندهار نظامي چارواکو وويل، چي افغان ځواکونه په ښه توګه روزل سوي او د دوښمن سره دمقابلې لپاره کافي تجهيزات لري .
دماموريت او مسووليت د انتقال په دغه مراسيمو کي د کندهار چارواکو د بهرنيو ځواکونو څخه مننه وکړه چي افغان ځواکونو ته يي په ښه توګه روزنه ورکړې.
د کندهار سپرست والي داکټر توريالي ويسا وويل ايساف ځواکونو د افغان سرتېرو په تجهيز کي ډيري هلي ځلي کړي دي.
او دا ددوي د هڅو پايله ده، چي نن ورځ افغانستان ملي اردو، ملي پوليس، سرحدي پوليس، کومانډو، نظم عامه او سيمه ييزو پوليس لري .
د کندهار د امنې قومندان لوي پاسوال عبدالرازق وويل افغان سرتېري له بهرنيانو پرته د دې وړتيا لري چي د هيواد امنيت خوندي کړي.
د قومندان په وينا د بهرنيو ځواکونو د واک پر مهال هم له تېرو دوو کلونو راهيسي افغان ځواکونو په يوازي سر عمليات کول او امنيت يې خوندي کړي وو.
امنيتي چارواکي وايي چي لس کاله مخکي د جنوب په سطحه په ۲۰۵ اتل قول اردو کي ۱۰۲ تنه سرتېري ول او د خپلواکو عملياتو وړتيا يې نه درلوده، خو اوس په همدې قومندانۍ کي ۲۵ زره سرتېري مېشت دي، چي په خپلواک ډول عمليات کولاي سي .