ولسمشر غني متحده عربي اماراتو ته روان شو
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني، نن مازیګر د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د دوه ورځني رسمي سفر لپاره د متحده عربي اماراتو پلازمېنې ابوظبۍ ته روان شو.
جمهور رئیس غني به د دغه دوه ورځني رسمي سفر په لړکې د متحده عربي اماراتو له صدراعظم او د دوبۍ له امیر والا حضرت شیخ محمد بن راشد آل مکتوم او د دغه هېواد له وليعهد او د ابوظبۍ له امیر والا حضرت شیخ محمد بن زاید آل نهیان سره په جلا جلا ډول وګوري او له هغوی سره به د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا په باب بحث او خبرې وکړي.
همدا راز د افغانستان جمهور رئیس به د دغه سفر په جریان کې د متحده عربي اماراتو له یو شمېر سوداګرو او پانګوالو او په دغه هېواد کې له میشتو افغانانو سره هم وګوري.
له جمهور رئیس محمد اشرف غني سره په دغه سفر کې د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چاروکې د جمهور رئیس فوق العاده استازی احمدضیا مسعود، د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د اجرائیه ریاست لومړی مرستیال انجنیر محمد خان، د ملي اقتصاد په چاروکې د جمهور رئیس سلاکار حضرت عمر زاخیلوال، د جمهور رئیس حقوقي سلاکار عبدالعلي محمدي، د بهرنیو چارو او د مالیې وزارتونو سرپرستان او د جمهوري ریاست د چارو د ادارې لوی رئیس عبدالسلام رحیمي ملګرتیا کوي.