اجرائیه رئیس د اسټرالیا د باندنیو چارو له وزیري سره وکتل

عطاالله محمدي | جنوري 26th, 2015


د افغانستان د اسلامي جمهوريت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن د اسټرالیا هیواد د بهرنیو چارو د وزیرې جولي بیشاپ سره وکتل.
اجرائیه رئیس د اسټرالیا په سیډني ښار کي د یرغمل نیوني د وروستۍ پېښې په ارتباط له اغلي جولي سره د افغان حکومت او خلکو په استازیتوب غم شریکي وکړه او تند لاري یې د دواړو هیوادونو ګډ دښمن وباله.
ډاکټر عبدالله عبدالله په نني مجلس کي د اسټرالیا هیواد له هغو مرستو او همکاریو مننه وکړه، چي د تروریزم سره د مبارزې، د سولي په راتګ او اقتصادي برخو کي یې د تیرو کلونو په اوږدو کي له افغانستان سره کړي دي.
هغه اسټرالیا د افغانستان له قوي متحدینو یاد کړی او زیاته یې کړه، چي هیواد یې له ګاونډیانو او نړیوالو همکارانو سره ګډ کار او ښو اړیکو ته ژمن دی.

د اسټرالیا هیواد د بهرنیو چارو وزیرې جولي بیشاپ د افغانستان د اسلامي جمهوريت له اجرائیه رئیس سره په لیدنه کي هغه ته د ملي یووالي د جوړېدو له خاطره مبارکي وویل او دغه ترکیب یې په هیواد کي د ښې راتلونکي لپاره اساسي وباله.
هغې وويل، چي هیواد یې په سیمه او نړۍ کي وروستۍ ترهګریزي پېښي له نژدې څاري او له دې خاطره هم د تروریزم پر ضد د نړیوال ماموریت د یوه قوي غړي په توګه پاته سوی دی.
اغلې بېشاپ زیاته کړه، چي هیواد یې له افغانستان سره دوامداره اړیکو ته تعهد لري، چي پر اساس به یې نه تنها له ترهګرۍ سره په مبارزه کي همکاري کوي، بلکه د پانګوني په تشویق، د اقتصادي سکتور د بهبود او له کرهڼیز سکتور سره د مرستي په برخو کي به هم خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
نوموړې وویل، افغانستان ته یې د سفر هدف له دغه هیواد سره د خپلو همکاریو او ملګرتیا د ژمني بیا تازه کول وه او غواړي له دې ځایه ووايي، چي ددې هیواد متحدین به افغانستان تنها نه پرېږدي.

Copyright Larawbar 2007-2024