جمهور رئیس غني د امریکا د کانګرس له پلاوي سره وکتل

د لراوبر اداره | فبروري 16th, 2015


د افغانستان جمهوررئیس محمد اشرف غني د جو ویلسن په مشرۍ د امریکا د کانګرس له پلاوي سره وکتل.

په دغه کتنه کې چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې ترسره شوه، دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا، د افغانستان او سیمې د حالاتو او د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا د څرنګوالي په اړه بحث او خبرې وکړې.

د امریکا د کانګرس پلاوي د جمهور رئیس غني په مشرۍ د افغانستان راتلونکې مثبته و ارزوله او د هغه رهبري او هڅې یې وستایلې.

جمهور رئیس محمد اشرف غني د امریکا د کانګرس پلاوي ته د ښه راغلاست په ترڅ کې د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا د څرنګوالي په اړه هغوی ته معلومات ورکړل.

Copyright Larawbar 2007-2024