کندهار او زابل: د پنځو تنو د وژلو خبر ورکړل سو .
عطاالله محمدي
د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کي د دوو پيښو پر مهال څلور تنه ووژل سول .
لمړۍ پيښه تيره ورځ مازيګر د دې ولسوالۍ مرکز ته نژدې پر زرنج موټرسيکل چاودنه سوې ده ، چي پر مهال يې په زرنج موټرسيکل کي دوه ناست کسان دواړه وژل سوي دي .
دوهمه پيښه تېره شپه ناوخته د دې ولسوالۍ د ناګهان په کلي کي دريو تنو لمړی لفظي شخړه کړې، چي وروسته په فزيکي شخړه اوښتې ده چي پر مهال يې د يوې کورنۍ دوه غړي چي زوی او پلار دي وژل سوي او قاتل کس د امنتي ځواکونو له لوري نيول سوی دی .
د دواړو پيښو پخلی د کندهار د سرپرست والي وياند صميم خپلواک کوي.
د يو بل خبر له مخي ناپيژاندو وسله والو نن سهار د زابل په شاه جوۍ ولسوالۍ کي يو تن سيمه ايز پوليس وواژه .
پيښه سهار لس بجې د دې ولسوالۍ په بازار کي رامنځ ته سوه .
د شاه جوۍ ولسوال عبدالخالق ايوبي د پيښي د پخلي تر څنګ وايې چي وژل سوی پوليس د دې ولسوالۍ د چينو په کلي کي دنده درلودل .
د پيښي مسووليت تر دې مهاله چا په غاړه نه دی اخستی .