د پوځ د لوی درستيز جنرال کريمي تود هرکلی
د ګاونډي هيواد افغانستان د پوځ لوی درستيز جنرال شېرمحمد کريمي په دوه ورځني رسمي سفر پاکستان ته راغلی او په راولپنډۍ کې د پوځ عمومي قرارګاه ته له رارسېدو سره سم يې د پاکستاني پوځ د تشريفاتو د ډلې له خوا دروند او تود هرکلی سوی.
ښاغلي جنرال کريمي د پاکستان د پوځي مشر جنرال راحېل شريف سره ليدلي. د دواړو ګاونډيو هيوادونو پوځي مشرانو د سيمې پرامنيتي حالاتو، د پوځي او دفاعي اړيکو پر پراختيا، د استخباراتي مالوماتو پرتبادلې، په افغانستان کې د سولي او ثبات پر ټينګښت، د ګډي پولي د څارنې او پر يو شمېر نورو موضوعګانو خبري اتري کړې دي.
ښاغلي کريمي د شنبې په ورځ د پاکستان د پوځ د ستر روزنيزمرکز کاکول ليدنه هم وکړه.
د پاکستان د دفاعي او سياسي چارو کارپوهانو د دواړو ګاونډيو هيوادونو د پوځي مشرانو ليدنه په سيمه کې د سولي ثبات او پرمختګ په موخه يو ګټور ګام بللی. چې د دواړو هيوادونو ترمنځ اوس د سياسي اړيکو ترڅنګ پوځي اړيکې هم پراخي سوې دي. او دواړه هيوادونه ګډ کلتوري، اقتصادي او تاريخي ستراتيژيکي اړيکې لري.
پاکستان غواړي په افغانستان کې تلپاتې سوله رامنځته سي. او دواړه هيوادونو اوس دې نتيجې ته رسېدلي، چې د پاکستان او سيمې سوله او ثبات د افغانستان په سوله او ثبات پوري تړلی دی. يو ځواکمن، باثباته او سوله لرونکی افغانستان د دواړو ولسونو آرزو ده.
www.facebook.com/rafiullah.mandokhail
Cell # 0092-300-3937628