په خيبر پښتونخوا کې سېلابونو له امله ٥٠ کسان مړه شوي
لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا )
پېښور:د خېبر پښتونخوا په پېښور ښار او نورو سيمو کې د تېز باد، باران او سېلابونو له له امله ٥٠کسان مړه شوي او شاوخوا ۱۰۰نور ټپيان دي.چارواکي وايي د يکشنبې پر ماښام د تېز باران او باد له له امله کورونه رالوېدلي او داسې ښکاري چې زيات شمېر کسانو ته په کې ژوبله اوښتې ده.د باران او سېلاب له کبله زيانمن شويو کسانو لپاره مرستې پيل شوې دي.ويل کېږي په وژل شويو کسانو کې ګڼ شمېر ماشومان او ښځې شاملې دي.پېښور کې د لېډي رېډېنګ روغتون کارکوونکي ویلي کېدای شي چې د سېلاب او باران له کبله د وژل شويو کسانو شمېر کې زياتوالی راشي. ويل کېږي نور ټپيان هم روغتون ته راوړل کېږي.چارواکي وايي په نوښار کې دری کسان مړه شوي او ۱۳نور ټپيان دی. بل خوا چارسده کې څلور کسان وژل شوي او ۲۰نور ټپيان دي.