منصور(دحقيقت سمبول) اوپه پښتو شاعرۍ كې دهغه يادونه

د لراوبر اداره | مې 31st, 2015


د منصور د مړينې او يا دار ځړولو له مهاله تر اوسه ۱۱ پيړې تيرې شوي، منصور حلاج په هغه مهال كې ژوند كاوه چې ختيځ پوهانو هغه زمانه د اسلامي نهضت د ځلولو ګڼلې ده ، ځكه چې هغه مهال د بغداد د اسلامي خلافت ځلانده دوره وه ، له هماغه مهاله تر دې مهاله د منصور د ايډيا او كارنامو په اړه د اسلامي نړۍ په سلګونو كتابونو كې د هغه د سپيڅلې لارې يادونه شوې.
په عربې نړۍ كې خو به داسې شاعر نه وي تير شوى، چې د منصور نوم يې په خپلو اشعارو كې د هغه د مړينې نه وروسته نه وي راوړى ، په فارسي شاعرۍ كې هم منصور د خاص اهميت وړ دى او د حقيقت د سمبول په توګه ياد شوى ، همدا شان په پښتو شاعرۍ كې هم د لسمې هـ ق پيړۍ را په دې خوا هغه مهال چې روښاني شاعرانو په شاعرۍ پيل وكړ، نو د منصور نوم د حقيقت د سمبول په توګه ياد شو ، دا چې د پښتو ادبياتو په لرغونې شاعرۍ كې د منصور نوم ولې نه دى راغلى ، شايد ددې لامل دا وې چې مونږ د پښتو ادب دلرغونې دورې بشپړ آثار په لاس كې نه لرو او د شاعرانو يو نيم شعر لا س ته راغلى، كه بشپړ آثار يې لاس ته راشي، شايد د څلورمې پيړۍ څخه په وروسته شاعرۍ كې يې نوم ومومو ، په هر صورت په كلاسيكه او معاصره دوره كې منصور او (اناالحق) د حقيقت د سمبول په توګه شاعرانو په مختلفو اړخونو كې استعمال كړي.
دا چې د سمبول په اړه مې خبرې وكړې، لازمه ده چې د سمبول په اړه لږ رڼا واچوم.
سمبول د يوې موضوع مانا په رمز سره بيانوي ، سمبوليكه ژبه يانې په رمز سره د مفاهيمو او ماناګانو بيانول دي، سمبوليكه ژبه تلپاتې اوهراړخيزه وي ، ساده او عام فهمه ژبه كه څه هم آسانه وي او هر سړى پرې پوهيدلى شي خو تلپاتې نه وي ، پايښت او دوام نه كوي.
دا چې ما ولې په دغه موضوع باندې مقاله وليكله ، يو خو پورتني ارزښتونه وو،بل داچې زياتره وخت د منصور د ژوند او حقيقت په اړه زده كړيالان له استادانو څخه پوښتنې كوي، چې دغې مقاله كې به تاسو دمنصور د ژوند پيښو لنډ انځور او بيا به يې دپښتو شاعرى د شاعرانو په شعرونو كې وګورى چې هغوى په شعر څه ډول استعمال كړى دى.
دمنصور لنډه پېژندنه :
د منصور له زمانې څخه شاوخوا يوولس پېړۍ تيريږي ، ده هغه مهال ژوند كاوه چې د اسلام د پرمختګ مهال و، د هغې زمانې څخه تر نن پورې د منصور د ايډيالوژۍ او اندوفكر په اړه د نړۍ په ډيرو كتابونو كې يادونې شوي او د شاعرانو په اشعارو كې يې نوم راغلى، په پښتو ادبياتو كې هم د ده نوم ياد شوى ، خو د ژوند پيښو په اړه يې ډير څه نه شو موندلى نو دغه مقاله به د ده په پيژندلو كې بې ګټې نه وي.
حسين د منصور حلاج (نداف) زوى په ۲۴۴ هـ ق (۸۵۷م) كال د ايران د طور په كلي كې ، چې د بيضا د ښار په شمال شرق او له شيراز ښار سره ۷ كيلو متره واټن لري، زيږيدلى دى.
تر ۳۰۹ هـ ق (۹۲۲م) كاله (۶۵كاله)پورې يې ژوند كړى، حسين لا كوچنى و ،چې پلار يې يو بل ښار (واسط) ته كډه وكړه، د واسط خلكو په عربي ژبه خبرې كولې ، ده هم د دغه ښار په ديني مدرسه كې تر ۱۲ كلنۍ زده كړه وكړه او قرآن شريف يې ياد كړ، له وړكتوبه يې له شاعرۍ سره مينه درلوده په پاى كې يې محبوبيت دومره ځواكمن شو، چې خلكو نور د حسين په نامه نه بلكې د پلار په نوم (منصور) يادوه.
د منصور د تصوف لومړى استاد سهل تستري(۲۸۳ هـ ق مړ) و،وروسته په۲۰ كلنۍ كې بصرې ته لاړه او د حسن بصري د مدرسې زده كړيال شو او هلته د عمرو مكي له خوا منصور ته د پير پګړۍ وتړل شوه.(۱)
همدغه مهال يې له ام الحسين بنت ابويعقوب اقطع بصري سره نكاح وكړه او د ژوند تر پايه يې په همدې يوې ميرمنې بسنه وكړه درې زامن او يوه لور يې درلوده ،په ۲۷۰ هـ ق كال د لومړي ځل له پاره مكې شريفې ته د حج دفريضې داداء كولو لپاره ولاړ،منصور شاعر هم و، دده شاعري صوفيانه او روحاني وه. د يو بيت مانا يې داسې ده ( ستا روح زما په روح كې ګډ شو لكه عنبر چې په مشكو كې ګډ شي).ده تل د وخت رياكار صوفيان او عالمان غندل او له سترو سترو پوهانو سره يې ناسته ولاړه وه، همدا لامل و چې ډير زر يې په زرګونه پلويان پيدا كړل او ډير لوى لوى خلك د ده مريدان شول. يو ځل د افغانستان تالقانو ښار ته راغى او پنځه كاله يې خلك د اسلام او حقيقت لارې ته راوبلل ، بيا اهواز او بغداد ته لاړ، دويم ځل دخپلو ۴۰۰ شاګردانو سره مكې شريفې ته دحج لپاره ولاړ، په ۲۹۰ هـ ق كال دريم ځل مكې شريفې ته د حج لپاره ولاړ ، له هغه ځايه بغداد ته ولاړ او په ښار كې به ګرځيده او ډيرې ويناوې به يې كولې لكه( اي دوستانو ما مړ كړئ ځكه چې زما ژوند زما په مرګ كې دى) منصور تل په رياكارو او خاينينو بد ويل او همدا علت وو ،چې د دربار زياتره لوړ رتبه مفسد او خاين چارواكي دده په نابودۍ كې وو، يو ځل محمد بن داود د بغداد قاضي القضات منصور محكمې ته وغوښت، خو يو شافعى مذهب قاضي ابن صريح د منصور پلوي وكړه او ويې ويل چې د صوفيانو محكمه كول د محكمې له صلاحيته بهر كار دى . له دې وروسته د منصور مخالفينو په منصور پسې دشبلي ( چې مشهور صوفي دى ) له خولې څخه ويلې چې ګويا (شبلي) منصور په كوم ځاى كې ليدلى او د هغه څخه يې خپل نيم مخ پټ كړى او ويلي يې دې چې (انا الحق) ،همدغه مهال ۲۹۶هـ ق د بغداد ښار كې د اهل سنتو له خوا ګډوډي پيښه شوه، دا تور هم په منصور راغى، نو منصور او دده څلور تنه پلويان هم بنديان شول،دغه مهال شعيه مذهبو چې د ده مخالفين وو، غوښتل چې منصور محكمه كړي .
دغه بند ۹ كاله په بر كې ونيول، منصور په بند كې د نورو آثارو تر څنګ (د طس الازل) په نوم يو آثر وليكه ، چې د دغه آثر په مطالعې سره سړى كولاى شي د منصور په عقايدو ښه خبر شي.
حمد چې دغه وخت وزير و او د منصور مخالف و په منصور يې يو بل تور هم ولګاو ، چې منصور خپل يو دوست ته خط ليږلى ، چې كعبه ورانه كړه يعنى(اهدم الكعبه ) د منصور موخه له دې څخه د شهادت استقبال و، يعني د زړه كعبه ورانه كړه او شهيد شه،خو ظاهربينو ويل چې د منصور هدف بيت الحرام دى.(۲)
د منصور محاكمه:
د بغداد خليفه المقتدر و ،چې يو سست مزاج شخص و او د منصور سره يې په دې ورانه وه، چې منصور به تل ويل خليفه او امير دخلكو او خداى(ج) په مقابل كې مسؤل دى. كه څه هم د خليفه مور څو ځله المقتدر منع كړ ، چې منصور په دار ونه ځړوي ،خو دده يو وزير چې حمد نوميده ، ده ته وويل كه هغه اعدام نه شي نو يو لوى انقلاب منځ ته راځي ،هماغه و چې د ۳۰۹هـ ق كال د ۹۲۲م كال د ذى الحجې په۲۳نيټه يې وژنځاى ته راوست، لومړى يې په دورو وواهه ، بيا يې لاسونه او پښې ترې پريكړې، بيا يې سترګې ترې وايستې، يوه ورځ وروسته يې د هغه سر پريكړو، دده د مرګ په ورځ په بغداد كې ډير اړو دوړو او د ده پلويانو ډيرو ځايونو ته اور واچوه ، د منصور ټول مخالفين خاين ، مفسد او بد كاره وو او هغو صو فيانو چې د منصور په اړه نظريات وركړي و او د منصور لاره يې شرعي او اسلامي لاره ګڼلې وه او هغه يې د حق او حقيقت پيرو بللى په لاندې ډول يې نومونه يادوم:
شبلي هغه صوفي و كله يې چې منصور وليدو او په هغه كې يې د الله پاك د نور روښنايې وليده خپل ټول جايداد يې پريښود او د الهي لارې مل شو ، احسان تبري مشهور تاريخ پوه،محمد بن ابوريحان البيروني (۴۴۰مړ) وايې كه د منصور د زندان موده (۹ كاله ۷مياشتې او ۸ ورځې) ليكل شوې ده او د مرګ كال يې ۳۰۹ ښودل شوى دا هماغه د اصحاب كهف د خوب له وخت سره برابر دى ، چې قرآن شريف كې يې كيسه راغلې ، شيخ فريدالدين عطار (۶۱۷مړ) وايې منصور د ولايت لوړ پوړيو ته رسيدلى و كله يې چې له هغه د بدن غړي غوڅول له هر غړي څخه يې د انالحق آواز پورته كيده. (۳)
ابن عربي(۶۳۸مړ) ابوالسعيد ابوالخير (۴۹۴مړ) طاهر سلفي (۵۷۶مړ) شهاب الدين طوسي (۵۹۶مړ) خواجه عبدالله انصاري (۴۸۱مړ) يوسف همداني (۵۲۵مړ) حكيم سنايې غزنوي (۵۵۰مړ) سلطان حسين بايقرا (۹۱۱مړ) ابن باكويه (۴۲۸مړ) سهروردي جلي(۵۸۷مړ) جلال الدين بلخي (۶۷۲مړ) خواجه نورالدين طوسي او ځينې نور مشهور صوفيان د ده د اند او فكر پلويان دي ، په پنځمه پيړۍ كې د منصور په وژنځاى كې د منصور په نوم زيارت جوړ شو، چې ډير خلك يې زيارت ته ورځي.( ۴ )
په پښتو شاعرۍ كې د منصور يادونه:
ما په دې نيامت چې پيدا كړم د منصور نوم كله پښتو شاعرۍ ته داخل شوى دى .
د لرغونې دورې څخه چې مونږ ته د پټې خزانې، د سليمان ماكو تذكرة الاوليا او د استاد عبدالحي حبيبي په زيار چې كوم متفرق اما با ارزښت اشعار موندل شوي په هغو كې د منصور نوم نه تر سترګو كيږي يو لامل به يې داوي چې مونږ د دغو شاعرانو يواځې يو نيم شعر په لاس كې لرو او بشپړ اشعار يې لاس ته نه دي راغلي ، خو كله چې د ۹۵۰ كال شاوخوا روښاني نهضت مخ په بره روان وي نو د سياسي نهضت تر څنګ ادبي نهضت هم خپل تګ ته دوام وركوي او په دغه ادبي نهضت كې د روښان پلويان د روښان اند او فكر په خپلو اشعارو كې ځلوي او په دغه اشعارو كې د منصور حلاج نوم هم زما په اند د لومړۍ ځل له پاره موندل كيږي او بيا د اخوند درويزه ، خوشحال خان خټك ، رحمان بابا او حميد مومند پلويانو او دوى خپله د منصور نوم په څوڅو ځله د حقيقت د سمبول په توګه ياد كړى او بيا د معاصرې دورې شاعرانو هم هغه له پامه نه دى ايستلى او هغه يې په خپلو اشعارو كې رانغښتى، خو مونږپه دغه مقاله كې د ټولو هغو بيتونو چې د منصور په كې ياد شوى، يادونه نه كوو ، ځكه چې هغه به د يو كتاب نه هم زيات شي ، يواځې د ځينو شاعرانو په بيتونو كې به يې دلته د نمونې په توګه وګورو ، چې هغوى په څه ډول دغه د حقيقت سمبول په خپلو اشعارو كې رانغښتى دى.
ارزاني خويشكي د روښان معاصر او مريد چې ژوند يې تر ۱۰۱۰هـ ق پورې يقيني دى، لومړنى متصوف شاعر دى چې د منصور نوم يې په خپل شعري كلام كې په دې ترتيب راوړى.
د منصــــــور رشتيا سبق و
دا ســـــــبق يـــې پر ورق و
هــر ورق باندې يــــې كښلى
ســـر كـلام د انالـــحق و (۵)
دولت لواڼى چې ژوند يې تر ۱۰۶۹ه ق يقيني دى داسې وايې:
پر منصور علماو ځكه سياست تير كا
چې هر تقليد يې فاش نكا انالــــحق نور(۶)
اخوند درويزه ( ۱۰۲۸-۹۴۰هـ ق) د روښان مخالف يې په خپل شعر كې دا ډول يادوي:
هــر چې دار نه قبلوينه د منصور دعوه دې نه كا
هر چې ويره كا له داره دى ملحد حال يې تباه دى
خوشحال خان (۱۱۰۰-۱۰۲۲هـ ق) د پښتو ژبې او ادب پلار هم د منصور حلاج نوم څوځايه په خپلو اشارو كې راوړى لكه:
چې له خپله هوډه نه واوښت منصور
كه وګړي په سولۍ كړ مخ يې سور
يا:
منصور چې مـــــست وو له هغه جامه
جرعه يې راغلـه زمـــــا تر كامــــــــه
منصور په دار شه زه به لانور څه شم
كـــه رازمې ورسي تر خاص و عامـه(۸)
دا چې خوشحال خان په خپله د كلك عزم او هوډ څښتن و، نو منصور يې هم د يو هوډمن او باعزم انسان په توګه ياد كړى او د خپل هوډ په ترسره كولو كې كه په دار هم وخيژول شو ، بيا يې هم مخ سورو او هيڅكله يې هم مخ زيړ نه شو بلكې تل سرخرويه دى .
همدا شان په خپله رباعي كې د منصور د رښتينې مينې يادونه كوي او وايې هغه اوبه چې منصور وڅښلې تر ما هم راورسيدې او زما حلق يې هم خوږ كړ، خو هغه يې په دار وخيژوه كه زما راز باندې هم خلك خبر شي نه پوهيږم چې زما به څه حال وي ، دلته د خوشحال موخه داده چې ما هم د منصور لاره باندې قدم كيښود او دا د حقيقت لار ده ، څنګه چې منصور په دې لاره كې مست او خوشحاله و، زه هم هماغسې خوشحاله يم كه هر څه راباندې راشي.
د رحمان بابا (۱۱۲۸-۱۰۴۲هـ ق)لار او د منصور لار يوه ده ،همدا لامل دى چې رحمن بابا ته د منصور په دار ځړول ، معراج ته د ختلو مانا لري نو ځكه وايې چې كه د منصور غوندې زه هم په دار شم نو زما له پاره دار نه بلكې معراج ته تلل دي.
كه مې سر لكه منصور غوندې په دار شي
دغـــــــــه دار دى و رحمــــــن وته معراج(۹)
حميد مومند (۱۱۴۵مړ) په پښتو كې د هندي سبك مؤسس هم په مينه او عشق كې دار او سنګسار لازم ګڼې ،خو د مينې او محبت څخه انكار نه كوي او وايي.
كه منصور غوندې په دار او په سنګار شم
نشته دا چـې ستا د مينـې توبه ګــار شم(۱۰)
حافظ الپورى چې د دولسمې پيړۍ د رحمن بابا په پيروانو كې ولاړشاعر دى، د منصور دار او سنګسار په مينې او محبت د ځان قربانول ګڼي او دغه مينه چې رښتينې مينه ده كه هر څومره رنج او درد سره هم وي پښيماني نه لري لكه:
لكه منصور په سر د دار دعوه د عشق نه پريږدي
كــه مبتلا يې په بلا كـاندي پښيمان به نه شي(۱۱)
شمس الدين كاكړ چې ښاغلي استاد سر څيړونكي زلمى هيواد مل د پيرمحمد كاكړ په پيروانو كې حساب كړى او خپل ديوان يې په ۱۲۳۸هـ ق كال بشپړ كړى دى، منصور او انالحق په دې ډول يادوي:
كه د راز د انالحق په زړه كې پټ كړ
څوك به تا څكــوي و دار ته د منصور ( ۱۲)
كه څه هم د پښتو ادب دكلاسيكې دورې ډيرو شاعرانو د منصور او انالحق يادونه كړې ده له نورو څخه تيريږو اوس به د معاصرې دورې د څو تنو شاعرانو په شعرونو كې همدغه موضوع ولولو چې دوى څه ډول په خپلو اشعارو كې رانغښتي دي.
استاد ګل پاچا الفت (۱۳۵۶-۱۲۸۷هـ ش) چې په پښتونثر او نظم كې د ويښتيا دپړاو سر لارى ګڼل كيږي ، وايې:
دا چې منصور د حقيقت د لاس ته راوړلو په خاطر په سولۍ شو نو تل به د هغه مړينه ستايل كيږي او د هغه چا ژوند او مرګ چې په غلامۍ كې بند وي تل به خلك په حقارت ورته ګوري لكه:
د منصور مرګ به ستايل كيږي په دنيا كــې مدام
په هر نظر كې به حقير وي مرګ او ژوند د غلام( ۱۳)
منصور د خپلواكې او آزادۍ پلوى او يوازې د الله(ج) بنده ګي يې موخه وه، نه د بنده بنده ګي .
د عـــاشق په برخه دار دى رسيدلى
د منصور جلــوه په سر د منبر نشته ( ۱۴)
دوكتور لطيف بهاند (۱۳۳۲هـ ش زيږيدلى) هم منصور په دا ډول د حقيقت د سمبول په ډول ياد كړى.
چا د منصور د دار كړۍ خوښې كړې
چا خو تندى لا په سجدو كې ايښــى( ۱۵)
همدا شان ځوان او هڅاند شاعر محمد اسمعيل يون (۱۳۴۶هـ ش زيږيدلى) هم د منصور يادونه په خپل يو بيت كې ډيره ښكلې كړې ده.
د منصور عقل لمبه به څنګــــــــه پاتې شي د مينې
د سپين د يو منطق كې ډوبه د عشقونو پادشاهي شوه( ۱۶)
د قدر وړ شاعر محبوب جبار خيل د منصور په دارځړيدل د مينې او محبت پاى ګڼي او په مينه او عشق كې امتحان ته چمتو كيدل د عاشق دنده بولي.
د منصوري مينې په تور مې قتل ګا ته بيايي
سينې نه تيروبير مې غشي د كمان وباســـــي( ۱۷)
يا:
انتها د محبت يې روح كې حس كړه
مـنصور ځكه آماده شو امتحــــان ته( ۱۸)
عبدالمالك بېكسيار د شعرنه خو داسې ښكاري چې ده د منصور د مهال حالات مطالعه كړي وي ځكه هغه مهال هم چارواكو د منصور سره دښمني كوله او هغو حقيقت نشو زغملى هماغه و چې منصور يې په دار وځړاوه.
د وخت سالار زما تربور دى آشنا
دا نوم مې ځكه د منصور دى آشنا
د اټك پله نه د آمــــــــو تر غاړو
د زړه وطن مې ټول چـور چور دى آشنـا( ۱۹)
په پاى كې به زه خپل دوه بيته راوړم ، چې هم طنز دى هم حقيقت.
لكـه منصور چې په رښتياوو ګنهګار ياديږي
ناپوه خلـكو كې شاعر هسې اوزګـار ياديږي
يا:
كه هوښياران مې راخبر شول په اسرار د مينې
لكه منصور به په خندا پړى د دار ونيــــــسم
اوس حتى د ولس په خلكو كې د منصور نوم په يوې اصطلاح اوښتى، كله چې څوك رښتيا وايې ، نو مقابل طرف ورته وايې رښتيا مه وايه ، هسې نه چې د منصور غوندې په دار شې ، ځكه منصور رښتيا ويل چې په دار شو.
پايله:
دمنصور د ژوند په اړهترتر يو بريده وپوهيدو ، چې هغه څنګه او ولې په دار وځړول شو ؟
دا راته جوت شول چې د هغه مهال زياتره دولتي لوړ رتبه چارواكي د منصور د رښتيا ويلو او په هغو باندې د انتقاد په خاطر دار ته پور ته شو خو يوه خبره بايد هيره نه كړو ، چې هماغه وخت هم په دولت كې ډير لوړ رتبه چارواكې د منصور پلويان وو او هغو د منصور د رښتينې اسلامي لارې ملګري وو، خو دا چې د منصور دښمنان ډير زيرك او چالاك وو، د منصور رښتينو پلويانو ونه شو كړاى د هغو د نيرنګ او چلو وفريب مخه ونيسي، نو منصور په اعدام محكوم شو ، كه څه هم وروسته ټول په دې پوهيدل چې منصور څه ويل هغه ټول حقيقت و، خو بيا وخت تير و، د منصور له مړينې وروسته ډير جالب روايت دي ، چې زه به يې يو دوه نظريات دلته راوړم ، فرانسوي ختيځ پوه لوى ماسنيون وايې ، لكه څنكه چې په فرانسه كې ژاندارك له مړينې وروسته خلكو هغه بې ګناه او پاكه وگاڼه ، همدا شان مسلمانان د منصور قدر كوي او كه عيسى (ع) اسرائيلو ته منلى دى، منصور مسلمانانو ته منلى دى، په ۱۴۳۱م ۸۳۴هـ ق د فرانسې د شاه اووم شارل له خوا ژاندارك په دې تور وسوزول شو ، چې هغې ته غيبي آواز شوى و، چې ته پورته شه خپل هيواد د انګليسانو د سلطې څخه خلاص كړه ، ۱۶ كلنه وه ،چې د نارينه وو كالي يې واغوستل او په ډيرو جبهو كې يې ميړانه وښوده، خو ځينو وطن فروشانو هغه په چل او فريب په انګليسانو وپلورله هغوى د عيسوي كاتوليكانو په واسطه محكمه كړه ، په يوه څلور لاري كې يې ژوندۍ وسوزوله ، دې ته وويل شول ، چې ته اقرار وكړه چې ماته غيبي آواز نه دى شوى او د نارينه و كالي له ځانه وكاږه، دې د مرګ تر وروستيو ګړيو پورې هماغه يو دريځ درلود او بس، خو ددې له مرګ څخه وروسته د روم پاپ چې خپله يې د مرګ سزا ټاكلې وه پښيمانه و، ټولو هغه بيګناه ، پاكه او مقدسه وګڼله ، اوس هر كال فرانسويان هغه د ملي مجاهدې په توګه لمانځي او د هغې په وياړ جشنونه كوي، رابه شو دوباره منصور ته :
د نورو ګڼو صوفيانو او علماوو تر څنګ شيخ فريدالدين عطار (۶۱۷مړ) په خپلو كتابونو( تذكرة الاوليا او منطق الطير) كې د منصور د كراماتو ، ولايت او ژوند په اړه ډير څه ليكلې لكه( خلكو په تيګو ويشتلم ، شبلي په ګل وويشتم، له خولې مې چيغه اووته ، ځكه چې هغو نه پوهيدل او دى خو زما په باطن او ظاهر پوهيده).
عطار وايي: كله يې چې د بدن هر غړى پريكولو ، د هغو غړو څخه د انالحق آواز پورته كيدلو، او كله يې چې د سر پريكولو وار راورسيده نو ويې خندل او ساه يې وركړه ، بيا يې وسوزاوه ، د ايرو څخه يې هم د انالحق آواز راته، كله يې چې ايرې په دجله كې واچولې اوبه دومره زياتې شوى چې نور د دې ويره وه چې بغداد ډوب شي ، نو د هغه بالا پوش يې سيند كې واچوه، د سيند اوبه خپل حالت ته راغلې.
كه د منصور په اړه ټول روايات راوړو شايد كتابونه پرې ډك شي ، خپلې خبرې په دې رالنډوم ، چې د منصور نوم د حقيقت د سمبول په توګه په ټوله اسلامي نړۍ كې ځانګړى شهرت تر لاسه كړى ، پښتنواديبانو او شاعرانو هم د هغه ارزښت منلى او هغه ته يې په شمعه باندې د يو پتنګ د سوزيدلو مقام وركړى ، ځكه چې هغه ځان په الهي مينه قربان كړى دى او زموږ دمسلمانانو وروڼو له پاره د يو روڼ مثال حيثيت لري ځكه چې د هغه لاره حقيقي لاره وه.
اخځليكونه:
۱- شيرزاد، پښتون آقا.۱۳۷۸ ل، ( منصور څوك و)هيله ، پنځمه ګڼه، پيښور : دانش خپرندويه ټولنه، ليندې- مرغومى ،۷۵مخ.
۲- پورتنى آثر ، ۷۶مخ.
۳- پورتنى اثر. ۹۶مخ
۴- پورتنى آثر، ۹۸-۹۷ مخونه.
۵- حبيبي، عبدالحى . ۱۳۸۴ل، پښتو ادبياتو تاريخ . دويم چاپ، د آصف صميم په زيار: پيښور :دانش خپرندويه ټولنه، ۷۶۸مخ.
۶- لواڼى، دولت . ۱۳۵۹ل، ديوان . عبدالشكور رشاد په زيار،كابل: دولتي مطبعه ، ۱۱۵مخ.
۷- خټك،خوشحال خان. ۱۳۵۹ل، خوشحال كليات. دويم ټوك، ګل محمد نورزي په زيار،كابل: دولتي مطبعه، ۵۳مخ.
۸- رسا،سيدرسول. ۱۹۶۴ع، ارمغان خوشال . پيښور: پښتو اكاډمي، ۱۵۵مخ.
۹- بابا،رحمن، ۱۳۷۵ل، رحمن بابا ديوان. د اسرار په زيار ،پيښور: يونيورسټي ۶۹مخ.
۱۰- بريكوټي ،شيرافضل. ۱۹۹۵ع، پښتوشعر او ادب تاريخ. لاهور ، ملت پرنټرز، ۴۳۴مخ.
۱۱- پورتنى آثر،۱۱۵مخ.
۱۲- كاكړ، شمس الدين. ۱۳۳۳ه ش: ديوان. د عزيزالله واصفي په سريزه، كابل: دولتي مطبعه،۴۰مخ.
۱۳- الفت، ګل پاچا. ۱۳۷۵ل، د الفت مرغلرې. د شهرت ننګيال په زيار، پيښور قصه خوانه بازار سبا كتابخانه، ۱۶۸مخ.
۱۴- پورتنى آثر. ۱۳۵مخ.
۱۵- روهي،محمد صديق. ۱۳۸۴ل: پښتوادبياتو تاريخ. دويم چاپ، د زلمي هيواد مل په سريزه، پيښور: دانش خپرندويه ټولنه، ۲۰۸مخ.
۱۶- شيرزاد، پشتون آقا. هماغه اثر پنځمه ګڼه ، ۷۵ مخ .
۱۷- محبوب جبارخيل، محمد خالد. ۱۳۸۲ل: ځوريدلې هيلې. حبيبالله رفيع، پښتون آقا شيرزاد او تدبير په سريزو، كابل:سبا مطبعه، ۵۱مخ.
۱۸- پورتنى آثر. ۱۶مخ.
۱۹- بيكسيار ، عبدالمالك ،۱۳۸۲هما غه اثر ، څلورمه ګڼه، ۱۸۳ مخ.

Copyright Larawbar 2007-2024