د امريكا په تاريخ كي لومړۍ ښځه ستره جنراله سوه
پنټاګان وايي دا لومړۍ ځل دئ چي د امريكا په تاريخ كي يوه ښځه دې مقام ته رسېږي.
Ann Dunwoody چي په امريكايي پوځ كي يې ۳۳ كاله ماموريت كړى، لومړنۍ امريكايي پوځي ده چي د ستر جنرالۍ رتبې ته ورسېده.
د امريكا د دفاع وزير رابرت ګېټس او د سنا مجلس غړو د آغلي ((انن ډنووډي)) پر دې برياليتوب د خوښۍ اظهار كړى او وايي له دې څخه دا جوتېږي، چي په امريكايي پوځ كي د ښځي او نر تر منځ هيڅ راز توپير نسته.
پنټاګان وايي آغلې ډنووډي چي مخكي د امريكايي پوځ مرستياله قومندانه وه، تر دې وروسته به د قومنداني په توګه ماموريت ته دوام وركوي .