د ګاز ډبې د یوې کورنۍ پنځه تنه مړه کړل

لراوبر ډاټ کام (کابل) | جولای 28th, 2015


د کابل په پنځمه ناحیه کي په یوه کور کي د ګاز د ډبې د چاودني له امله پنځه تنه مړه سوي دي.
پژواک آژانس وايي دغه پېښه د مدني فعال انجینر محمود سعید په کور کي رامنځته سوې، چي له امله ئې د نوموړي مېرمن، زوی او درو لوڼو ژوند له لاسه ورکړی دئ.
د ګاز د ډبې د چاودني علت تر اوسه معلوم نه دئ، خو معمولاً دغسي پېښي د پاکستاني بې کیفیته ډبو له کاروني او یا هم د کاروونکو د بې احتیاطۍ له امله رامنځته کېږي.

Copyright Larawbar 2007-2024