کور / شعر / تور لحد ته مې په سرو وينو ګلګون يوسئ

تور لحد ته مې په سرو وينو ګلګون يوسئ

د ارواښاد عبدالکريم ځيګرخون يو غزل چي عبيدالله جان ويلی دی
تور لحد ته مې په سرو وينو ګلګون يوسئ
جنازه مې قبرستان ته د مجنون يوسئ
كه زه مړ سوم چې زما جنازې ته راځى
اول به په ما زما دلبر خبروئ
كه ژړ مخ ومه پروت په كفن كې ګلګون
نن راغلى خزان دى زما پر ژوندون
چي په نوم د شهيد به مې بيا يادوى
اول به په ما زما دلبر خبروئ
لا پخوا مې په خنجر واى ځان وهلى
په نشتر يې د مژګانو واى پېيلى
يا يې واى د زړه پر سر باندي ويشتلى
راخبر مې په عشق نه واى كور و كلى
زما په شاني به بل نه وي غمځپلى
ځوانيمرګ واى چې مې يار نه واى ليدلى
بيا دې لاس د چا په وينو كې ګلګون
چې تر ګوتو دې باران اوري د خون
بيا په سره كفن كې كوم نامراد ښخېږي
پوه سوم پوه سوم چې شهيد سو ځيګرخون www.Larawbar.com