يه لالهنده روده

د لراوبر اداره | جولای 4th, 2008


پوهاند ډاکټر مجاور احمد زيار prof. Majawer Ahmad  Zyar


يه د سپين غر له سپينو سترګو
رابهانده روده،


يه مست څپانده
لالهانده روده!


دا ترانې


چې د څپو پر شونډو ستاکړي
غځونې هسې،


زما پر ژوبل زخمي زړه
راوروي تېر هېر يادونه
پرله غښتي پسې،


هغه کيسې چې يې يو ته پرې خبر،
خو يې بل هېچاته ويلای نه شې!


ته وا،
زما په څېر دې زړه
له ناويلو ويرژړلو داستانونو ډک دی


او بس راباسې يې د زړه له تله
د ګونګو ګونګو فريادونو،
ترانو په ژبه…


يه لولنګره لالهانده روده،
يه دسپين غر له سپينو سترګو
رابهانده روده!


مزينه، 16-4- 08 

Copyright Larawbar 2007-2024